بازتاب نیوز

هېواد کې د کرونا ویروس ۳۶ مثبتې پېښې ثبت شوې

١٥ زمری ١٣٩٩ طلوع نیوز

د عامې روغتیا وزارت تېرو ۲۴ ساعتونو کې د هېواد په کچه د کرونا ویروس د ۳۶ مثبتو پېښو له ثبته خبر ورکوي.

د مالوماتو له مخې چې نن(سې شنبې د زمري په ۱۴مه) یې له رسنیو سره شریک کړي دي ښیې چې تازه ثبت شوې پېښې د ۱۸۷ کتل شویو مشکوکو نښو پایله ده.

له تازه ثبت شویو پېښو سره هېواد کې د ټولو مثبتو پېښو شمېر ۳۶ زره او ۷۸۲ ته رسیږي.

همداراز د ټولو روغو شویو کسانو شمېر هم ۲۵۵۵۶ دی.

د عامې روغتیا وزارت څرګندوي مخکې له دې ویلي وو چې د اختر په ورځو کې خلکو د کرونا ویروس د ټسټ لپاره مراجعه نه ده کړې، خو اندېښنه یې څرګنده کړې وه چې ښایې د اختر په ورځو کې د خلکو لخوا د روغتیايي تابیاوو نه پام کې نیولو له کبله مثبتې پېښې وروسته له هغې زیاتې شي.

اصلي اړیکې: https://tolonews.com/index.php/pa/health/هېواد-کې-د-کرونا-ویروس-۳۶-مثبتې-پېښې-ثبت-شوې

د اصلي پاڼې خلاصول

طلوع نیوز په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading