بازتاب نیوز

د کابل ښار د اوبو رسولو د لومړۍ نمبر پروژې قرارداد لاسیک شو

٨ زمری ١٣٩٦ رصد خبری آژانس

رصد خبری آژانس: د کابل ښار د اوبو رسولو لومړۍ نمبر پروژې قرارداد د افغانستان د اوبو رسونې شرکت او ښاری کانالیزاسیون او ممتاز ګروپ شرکت ترمنځ نن د ارګ په ماڼی کې لاسلیک شو. په هغو مراسمو کې چې په همدې مناسبت نن له غرمې مخکې په ارګ کې جوړ شو، د هیواد جمهور رییس محمد اشرف غنی او انجنیر محمد خان د اجرائیه ریاست لومړی مرستیال هم حضور درلودل، یاد قرارداد د افغانستان د اوبو رسونې شرکت او ښاری کانالیزاسیون او د ممتاز ګروپ شرکت رییسانو انجنیر یلانی او عبدالبصیر لطیفی لاسلیک کړ. د کابل ښار د اوبو رسونې لومړی نمبر پروژه د افغانستان د اوبو رسولو لویه پروژه ګڼل کېږی چې د المان  پراختیایی بانک یې تمویل او مدیریت کوی. د ارګ مطبوعاتی دفتر په یو خبرپانه اعلام کړی چې پر المان پراختیایی بانک سربېره د امریکا متحدو ایالاتو انکشافی اداره او د  فرانسې انکشافی بانک هم د یادې پروژې مالی ملاتړ کوی د دغې پروژې مالی لګښت چې په درې پړاونو کې بشپړېږی شاوخوا ۷۲ میلیون یورو دی. خبرپانه زیاتوی چې د پروژې لومړی پړاو چې ممتاز ګروپ شرکت یې ترسره کوی، د ۱۱ میلیون او ۱۴۱زره او ۸۰۸ ډالرو په ارزښت د امریکا متحدو ایالاتو انکشافی ادارې له بودجې تمویلېږی او ټاکل شوې چې په زر ورځوکې بشپړ شی. د ارګ مطبوعاتی دفتر د معلوماتو له مخی د دغې پروژې په بشپړېدو سره به لس زره کورنۍ ۲۴ ساعته د څښلو پاکو اوبوڅخه برخمنې  شی. The post د کابل ښار د اوبو رسولو د لومړۍ نمبر پروژې قرارداد لاسیک شو appeared first on رصد خبری آژانس.

اصلي اړیکې: http://www.rasad.af/pa/1396/05/08/kabul-city-water-project-contract-signed/

د اصلي پاڼې خلاصول

رصد خبری آژانس په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading