بازتاب نیوز

لبنان کې ۱۰۰ کسان وژل شوي او له ۴ زرو ډېر ټپیان دي

١٥ زمری ١٣٩٩ سلام وطندار

د لبنان په مرکز بیروت بندر کې د امونیم نایټرېټ یوې زېرمې چې دوه زره او ۷۵۰ ټنه چاودېدونکي توکي په‌کې وو، چاودنه کړې او تر اوسه په‌کې ۱۰۰ کسان وژل شوي او تر ۴ زرو زیات ټپیان دي.

د لبنان چارواکو ویلي، زیات شمېر کسان لادرکه دي او ښايي مرګ‌ژوبله له دې هم ډېره شي.

دا چاودنه پرون شوې چې غږ یې تر ۲۴۰ کیلومتره لرې سیمو کې اورېدل شوی او تر ۱۰ کیلومتره پورې لرې ځایونه یې زیانمن کړي دي.

د لبنان لومړي وزیر حسن‌دیاب رسنیو ته ویلي، یوه زېرمه‌تون چې له ۲۰۱۴ کال راهیسې په‌کې ۲ زره او ۷۵۰ ټنه چاودېدونکي توکي ساتل کېدل، چاودنه کړې ده.

هغه د دغومره امونیم نایټرېټ د ساتلو په اړه بې‌خبري ښودلې او ویلي یې دي، له عاملانو سره به یې قانونی چلن وشي.

هغه د ټپیانو وضعیت ته رسېدل د حکومت لومړيتوب بولي او له نورو بهرنیو هېوادونو غواړي چې د لبنان ترڅنګ ودرېږي.

له بیروته راپورونه وايي چې په روغتونونو کې د ټپیانو د درملنې لپاره نور ځای نشته او ګڼو روغتونونو د نورو ټپیانو له منلو ډډه کړې ده.

لومړي وزیر حسن دیاب نن چارشنبه د درېوو ورځو لپاره ملي ماتم اعلان کړی او ولسمشر میشال عون سه‌شنبه ماسخوتن د امنیتي چارواکو بېړنۍ غونډه وربللې ده.

لبنان اوس هم له پراخو اقتصادي ستونزو سره مخ دی چې دې چاودنې له نورو ستونزو سره هم لاس او ګرېوان کړ.

اصلي اړیکې: https://swn.af/pashto/Article.aspx?a=56393

د اصلي پاڼې خلاصول

سلام وطندار په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading