بازتاب نیوز

په بغلان کې په پخواني‌ ولایتي شورا رئیس برید شوی

١٥ زمری ١٣٩٩ ټي آر ټي

 

د بغلان ولایت نه د ترلاسه شوو معلوماتو له مخې طالبانو د بغلان ولایت د مرکز پلخمري په مربوطاتو کې د ولایتي‌ شورا پر پخواني‌ رئیس برید وکړ. په برید کې هغه  ته زیان ندی اوښتی خو د هغه سره ملو پنځو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده .

همداشان د برید نه وروسته د طالبانو او امنیتي‌ ځواکونو ترمنځه نښته هم شوې ده. پدې نښته کې هم ګن شمیر افغان ځواکونو ته مرګ ژوبله اوښتې ده .

یوې بلې سرچینې ویلي دي  چې پدې برید او نښته کې د ولایتي شورا رئیس ته ځاني‌ زیان ندی اوښتی خو ۱۲ تنو نورو ژوند د لاسه ورکړی دی.

برید د چشمې شیر په سیمه کې شوی دی.

پيوندونه: #طالبان , #برید , #بغلان

اصلي اړیکې: https://www.trt.net.tr/pashto/fgnstn/2020/08/05/ph-bgln-kh-ph-pkhwny-wlyty-shwr-ry-ys-bryd-shwy-1467527

د اصلي پاڼې خلاصول

ټي آر ټي په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading