بازتاب نیوز

نیمروز کې د سړک غاړې ماین چاودنه کې اووه کسان وژل شوي

١٦ زمری ١٣٩٩ د خامه پرس خبری آژانس

د نیمروز ولایت امنیه قومنداني وایي، د دغه ولایت خاشرود ولسوالۍ کې د سړک غاړې ماین چاودنې له کبله اووه ملکی کسان وژل شوي او یو تن ټپي شوی.

د نیمروز له امنیه قومندانۍ په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، یاده پېښه پرون مازیګر د نیمروز خاشرود پر لویه لاره رامنځته شوې.

د خبرپاڼې په حواله، دغه پېښه هغه مهال را منځته شوه چې د ملکي وګړو یو ټونس ډوله موټر د سړک غاړې پر ماین ور برابر شو او په پایله کې يې اووه ملکي کسان وژل شوي او یو تن ټپی شوی.

د نيمروز پوليسو دا کار د وسله‌والو طالبانو بللی، خو وسله‌والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دې ویلي.

اصلي اړیکې: https://www.khaama.com/pashto/archives/28823

د اصلي پاڼې خلاصول

د خامه پرس خبری آژانس په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading