بازتاب نیوز

په نیمروز کې چاودنه شوې

١٦ زمری ١٣٩٩ ټي آر ټي

 

د نیمروز ولایت پولیسو ویلي دي  چې ددې ولایت د خاشرود په ولسوالۍ کې  پر ملکي‌ وګړو د سړک په غاړه کې د ځای په ځای شوي ماین چاودنه شوې.

د پولیسو په وینا کې دا پيښه پرون چار شنبه د اګست پنځمه د مازیګر په ناوخته ساعتونو کې رامنځته شوه.

په پيښه کې ۷ تنو ملکي وګړو ژوند د لاسه ورکړی او یو تن بل ټپي شوی دی.

پولیسو ویلي دي چې چاودنه د ملکي‌ وګړو په تونس ډوله مساپر وړونکي موټر شوې ده.

په چاودنه کې ۷ تنو ژوند د لاسه ورکړی او یو تن بل ټپي شوی دی.

د برید مسئولیت تر اوسه پورې چا په غاړه ندی اخیستی خو ګمان کیږي چې د طالبانو لخوا شوی وي.

پيوندونه: #چاودنه , #نیمروز

اصلي اړیکې: https://www.trt.net.tr/pashto/fgnstn/2020/08/06/ph-nymrwz-kh-chwdnh-shw-1468020

د اصلي پاڼې خلاصول

ټي آر ټي په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading