بازتاب نیوز

لغمان کې د امو بڼونو ښه حاصلات کړي

١٦ زمری ١٣٩٩ د خامه پرس خبری آژانس

د لغمان د کرنې ریاست چارواکي وایي، چې په دې ولایت کې د امو ونو د ترویج په پار یې د امو بڼونه جوړ کړي او د یادې مېوې ونې یې تر روزنې لاندې نیولي دي، چې پایلي یې مثبتې دي.

د لغمان د کرنې رییس انجنیر محمد جمیل خوشحال وایي، چې لغمان د کرنې او بڼوالۍ لپاره مناسبه هوا، پرېمانه اوبه او ښه خاوره لري، نو په همدې اساس د کرنې اداره په پام کې لري، چې د امو ونو د تکثیر او ترویج په پار د امو بڼونه جوړ کړي دي.

د نوموړي په خبره، د لغمان د مرکز مهترلام په ګډون ددې ولایت په علیشنګ، علینګار او قرغیو ولسوالۍ کې په نږدې لس جریبه ځمکه کې د امو ۳۰۰ ونې اېښودل شوي، چې تېر ۱۳۹۸یم کال کې یې حاصلات ۶۰۰ کیلو ګرامه وه او سږ کال یې حاصلات زر کیلو ګرامو ته رسیږي.

هغه دغه راز وویل،د لغمان د کرنې ریاست فني او مسلکي کارکوونکي ژمن دي، چې د یادې مېوې د ترویج او پراختیا په پار له لغماني بڼوالو سره هر اړخیز، فني او مسلکي همکاري وکړي تر څو دوی وهڅيږي چې راتلونکي کې د امو بڼونو ته پراختیا او وسعت ورکړي.

اصلي اړیکې: https://www.khaama.com/pashto/archives/28842

د اصلي پاڼې خلاصول

د خامه پرس خبری آژانس په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading