بازتاب نیوز

تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۱۰۸ تنه په کرونا اخته شوي

١٦ زمری ١٣٩٩ د خامه پرس خبری آژانس

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په افغانستان کې ۱۰۸ کسان په کرونا ناروغۍ اخته شوي دي.

د عامې روغتیا وزارت زياته کړې، په دې سره په افغانستان کې په کرونا وايروس د اخته شوو کسانو شمېر ۳۶ زره ۹۳۷ کسانو ته ورسېد.

نوموړي زياته کړه، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ناروغۍ له کبله څلور تنه مړه شوي او په ټوليز ډول تر دې مهاله په افغانستان کې د کرونا ناروغۍ له کبله ۱۲۹۸ تنه مړه شوي دي.

د عامې روغتیا وزارت د شمېرو له مخې تازه په تېرو ۲۴ ساعتونو کې له کرونا ناروغۍ ۹۸ تنه روغ شوي چې په دې سره د ټولو روغو شوو کسانو شمېر ۲۵ زره او ۸۴۰ تنو ته ورسېد.

اصلي اړیکې: https://www.khaama.com/pashto/archives/28840

د اصلي پاڼې خلاصول

د خامه پرس خبری آژانس په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading