بازتاب نیوز

د خپلو دریوو همکارانو وژونکی پولیس ونیول شو

١٦ زمری ١٣٩٩ طلوع نیوز

د فاریاب د پولیسو ویاند، عبدالکریم یورش د هغه کس له نیولو خبر ورکوي چې درې میاشتې مخکې یې خپل درې پولیس همکاران په المارو ولسوالۍ کې د دندې پرمهال وژلي وو.

ښاغلی یورش نن(پنجشنبې د زمري په ۱۶مه نېټه) زیاتوي چې دغه کس قدرت الله نومیږي او د دغه ولایت د پښتون کوټ ولسوالۍ اوسېدونکی دی.

د هغه په وینا تورن کس د خپلو همکارانو تر وژنې وروسته له طالبانو سره یوځای شوی وو.

د پولیسو ویاند څرګندوي د فاریاب پولیس وروسته له دریوو میاشتو وتوانېدل چې د غور ولایت پولیسو په همکارۍ د پېښې عامل دغه ولایت کې نیولی دی.

ښاغلی یورش بیانوي چې د نیول شوي کس دوسیه عدلي او قضايي بنسټونو ته استول شوې ده.

اصلي اړیکې: https://tolonews.com/pa/afghanistan/د-خپلو-دریوو-همکارانو-وژونکی-پولیس-ونیول-شو

د اصلي پاڼې خلاصول

طلوع نیوز په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading