بازتاب نیوز

هېواد کې د کویډ۱۹ ناروغۍ قربانیانو شمېر۱۳سوو ته ورسېد

١٦ زمری ١٣٩٩ طلوع نیوز

د عامې روغتیا وزارت د مالوماتو له مخې تېره شپه ورځ کې د هېواد په کچه د کرونا ویرس ۱۰۸ مثبتې پېښې ثبت شوې او ۴ تنه هم د یاد ویروس له کبله مړه شوي دي.

د یاد وزارت د مالوماتو له مخې چې نن(پنجشنبې د زمري په ۱۶مه نېټه) له رسنیو سره شریک شوي ښیې چې د ټولو مړو شویو کسانو شمېر ۱۲۹۸ ته ورسید.

د مالوماتو له مخې  تازه ثبت شوې پېښې د ۷۵۳ کتل شویو مشکوکو نښو پایله ده.

اوس مهال هېواد کې د کرونا ویروس د ټولو ثبت شویو پېښو شمېر ۳۶زره او ۹۳۷ ته رسېدلی چې ډله یې ۹۷۹۹ یې فعالې دي.

دا په داسې حال کې ده چې د عامې روغتیا وزارت تېره ورځ هېواد کې په کرونا ویروس د ۱۰ میلیونو کسانو له اخته کېدو خبر ورکړ.

د عامې روغتیا سرپرست وزیر خبري ناسته کې وویل چې د یوې ټول پوښتنې له مخې د هېواد ۳۱،۵ سلنه کسان چې کابو لس میلیونه کېږي، په کرونا ویرس اخته شوي دي.

احمد جواد عثماني زیاته کړه چې د اخته کسانو ډېر شمېر له ښارونو کې وو.

د سروې له مخې په اخته کسانو کې ۳۲ سلنه یې ښځې او ۲۹ سلنه یې هم نارینه دي.

اصلي اړیکې: https://tolonews.com/pa/health/هېواد-کې-د-کویډ۱۹-ناروغۍ-قربانیانو- شمېر۱۳سوو-ته-ورسېد

د اصلي پاڼې خلاصول

طلوع نیوز په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading