بازتاب نیوز

بیروت کې د چاودنې قربانیان ۱۳۵ ته ورسید

١٦ زمری ١٣٩٩ طلوع نیوز

د لبنان دولت اعلان کړی دی چې د دغه هېواد مرکز بیروت ښار چاودنه کې د قربانیانو شمېر ۱۳۵ کسانو ته رسېدلی او له ۵ زرو ډېر ټپيان دي.

ژغورونکې ډلې لا هم د بیروت چاودنه کې د لسګونو ورکو کسانو مړو پسې ګرځي.

چارواکي ويلي دي چې د بیروت بندر مسوولین تر هغې چې د چاودنې په تړاو څېړنې بشپړې کیږي، په کورني بند کې دي.

دا په وروستیو کلونو کې ځواکمنه چاودنه بلل کېږي.

د لبناني مسوولينو په وینا دغه چاودنه د چاودېدونکو توکو زېرمه کې د چاودنې له کبله رامنځته شوې.

له چاودنې وروسته د لبنان ولسمشر دوو اوونیو پورې بېړنۍ حالت اعلان کړی دی.

میشل عون همداراز  زیاته کړې چې ۲۷۵۰ ټنه نیترات امونیوم چې د بمونو جوړولو لپاره ترې کار اخیستل کېدو، د غیرایمني مسایلو پام کې نیولو سره په یوې زېرمه کې ساتل کېدل چې دا کار د منلو نه دی.

چاودنه یوازې څو ورځې مخکې له مغې کېږي چې د ملګرو ملتونو په ملاتړ یوه محکمه د دغه هېواد پخواني لومړی وزیر، رفیق حریري وژنه کې د لاس لرلو په تور د حزب الله څلور غړي محاکمه شي.

په ۲۰۰۵ زیږدیز کال کې د رفیق حریري وژنه له لبنانه د سوري ځواکونو د وتو لامل شو. حزب الله حزب الله  چې د ایران ملاتړ ورسره دی، په لبنان کې د سوري ځواکونو د ښتون ملاتړ کاوو.

اصلي اړیکې: https://tolonews.com/index.php/pa/world/بیروت-کې-د-چاودنې-قربانیان-۱۳۵-ته-ورسید

د اصلي پاڼې خلاصول

طلوع نیوز په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading