بازتاب نیوز

د ملګرو ملتونو امنیت شورا د ننګرهار پر زندان برید بزدلانه بللی

١٦ زمری ١٣٩٩ سلام وطندار

د ننګرهار پر زندان د وسله‌والو له برید څلور ورځې وروسته، د ملګرو ملتونو امنیت شورا دغه برید غندلی او د عاملانو د په نښه کېدو او سزا ورکولو غوښتنه یې کړې ده.

د ملګرو ملتونو امنیت شورا یاد برید چې مسوولیت یې داعش وسله‌والې ډلې ومانه، خونړی او بزدلانه بللی دی.

دغې شورا پرون له ټولو دولتونو غوښتي چې د امنیت شورا له خبرپاڼې سره سم د ننګرهار پر زندان د برید عاملانو ته د سزا ورکولو په برخه کې د افغانستان له دولت سره همکاري وکړي.

وسله‌والو د یکشنبې په ماښام د ننګرهار بر زندان برید وکړ. د امنیتي چارواکو په وینا، وسله‌والو لومړی د زندان په دروازه کې موټربم چاودنه وکړه او بیا ور دننه شول.

د ننګرهار امنیتي مسوولانو اعلان کړی چې په یاد برید کې د ملکیانو او نظامیانو په ګډون ۲۹ کسان وژل شوي او څه کم پنځوس نور ټپیان دي.

ملي دفاع وزارت له یاد برید نه شل ساعته وروسته وویل چې د امنیتي او دفاعي ځواکونو په چاڼیزو عملیاتو کې ۸ بریدګر د زندانه په دننه کې وژل شوي او زندان د امنیتي ځواکونو په لاس کې دی.

داعش وسله‌والې ډلې چې په وروستیو کلونو کې یې په افغانستان کې د خونړیو بریدونو مسوولیت پر غاړه اخیستی، د یوه غږیز پیغام په خپرولو سره ویلي چې د دې ډلې ۱۱ جنګیاليو د ننګرهار پر زندان برید کړی و. دې ډلې ویلي، یاد برید د درې افغانانو، ۳ هندیانو، ۴ تاجکانو او یوه پاکستاني له لوري شوی دی.

اصلي اړیکې: https://swn.af/pashto/Article.aspx?a=56415

د اصلي پاڼې خلاصول

سلام وطندار په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading