بازتاب نیوز

د عامې روغتیا وزارت سروې: د افغانستان څه باندې ۳۱ سلنه وګړي، پر کرونا اخته شوي دي

١٦ زمری ١٣٩٩ د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز

 

کابل، افغانستان: په افغانستان کې د کووېډ۱۹ مصابیت کچې د تخمین ملي سروې ښیي، چې په ټولیز ډول د هېواد ۳۱.۵ سلنه وګړي پر کرونا ویروس اخته شوي دي.
د عامې روغتیا وزارت سرپرست، ډاکټر احمد جواد عثمانی، چې جمهوري ریاست د عامه او ستراتېژیکو اړیکو ادارې- د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې یې د یوه خبري کنفرانس پر مهال د یادې سروې پایلې بیانولې، زیاته کړه: په افغانستان کې د کووېډ۱۹ مصابیت کچې د تخمین ملي سروې کې د هېواد ۳۴ ولایتونه په ۹ زونونو وېشل شوي دي، چې کابل ولایت په یوازې توګه یو زون تشکیلوي.
د یادې سروې پر بنسټ، ۵۳ سلنه د کابل، ۴۲.۹ سلنه د ختیځو ولایتونو، ۳۶.۳ سلنه د مرکزي ولایتونو، ۳۴.۱ سلنه د لوېدیځو ولایتونو، ۳۲.۴ سلنه د شمال ختیځو ولایتونو او ۲۱.۱ سلنه د هېواد د مرکزي سیمو وګړي، پر کرونا ویروس اخته شوي دي.
د سروې پر بنسټ، ۴۶.۴ سلنه ماشومان چې عمرونه یې د ۵ او ۱۷ کلونو ترمنځ وو، پر کرونا ویروس اخته شوي، چې د ناروغۍ نښې نښانې یې نه لرلې، خو د ویروس لېږدونکي وو.
دغه راز سروې ښیي چې د کلیو پرتله په ښارونو کې د مصابیت کچه زیاته وه او ۴۲.۳ سلنه وګړي په ښارونو او ۳۱.۷ سلنه وګړي په کلیو کې پر کرونا ویروس اخته شوي دي.
د عثماني په خبره، په ولایتونو کې د عامې روغتیا وزارت وروستۍ څېړنې ښیي، چې له لوی اختر نه وروسته د کرونا ویروس د مثبتو پېښو شمېر کې زیاتوالی نه دی راغلی.
هغه وویل چې د غبرګولي له ۲۶مې نېټې راپدېخوا د کرونا ویروس د پراختیا ګراف نزولي شکل غوره کړی او په وروستیو دوه میاشتو کې د مثبتو پېښو کچه له ۶۰ او ۶۵ سلنې څخه، ۱۵ او ۲۵ سلنې ته را ټیټه شوې ده. 
د عامې روغتیا وزارت سرپرست له هغو کسانو څخه چې تر اوسه پر کرونا نه دي اخته شوي، غوښتنه وکړه، چې ماسک وکاروي، ټولنیز واټن مراعت کړي، لاسونه په مکرر ډول په صابون ومینځي او د ګڼې‌ګوڼې سیمو ته له تګ څخه ډډه وکړي.
هغه ټینګار وکړ، په کرونا ویروس د هغو کسانو د بیا اخته کېدو احتمال شته دی، چې یو ځل مخکې پر دغه ناروغۍ اخته شوي دي، نو له همدې امله اړینه ده چې د عامې روغتیا وزارت له اساسي سپارښتنو څخه په جدي توګه پیروي وکړي.
###

اصلي اړیکې: http://www.gmic.gov.af/pashto/press-releases2/3257-2020-08-06-12-51-48

د اصلي پاڼې خلاصول

د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading