بازتاب نیوز

افغانستان د پاکستاني ځواکونو پر پوستو د برید ادعا رد کړه

١٦ زمری ١٣٩٩ د امریکا غږ

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت هغه ادعاوي رد کړې چې ګواکې د ډیورنډ کرښې له شمال څخه د دیر په بنشاهي سیمه کې پر پاکستاني پوستو برید شوی دی.

د افغانستان بهرنیو چارو وزارت په اعلامیه کې راغلي چې، افغانستان په سیمه کې د ترهګرۍ له پټنځایونو څخه د یو اصلي قرباني په توګه ټینګار کوي چې هیڅ ډلې ته به اجازه نه ورکوي څو د افغانستان له خاورې د پاکستان او یا هم بل هیواد په وړاندې استفاده وکړي.

پاکستاني چارواکو د پنجشنبې په ورځ اګست ۶ (زمري ۱۶) ادعا کړې چې د افغانستان او پاکستان په سرحدي سیمه کې پر پاکستاني پوستو د افغان سرحدي ځواکونو او اورپکو په دوو جلا نښتو کې یو پاکستاني عسکر وژل شوی او دوه نور سخت ټپیان شوي دي.

د پاکستان د بهرنیو اړیکو دفتر په یوې بیانیه کې ویلي، ترهګر چې د افغانستان په خاوره کې فعالیت کوي د پاکستان د دیر د بنشاهي سیمه کې پر پاکستاني پوستو د هاوان او درندو وسلو ډزې کړي دي. پاکستاني طالبانو ددې برید مسولیت په غاړه اخیستی دی.

د هغه هیواد بهرنیو اړیکو دفتر د چهارشنبې په ورځ اګست ۵ ادعا وکړه چې د افغانستان سرحدي ځواکونو هم له پآکستاني پوځیانو سره جګړه کړې ده.

د افغانستان دفاع وزارت ددې پيښې په اړه څه ندي ویلي. خو یو شمیر کارپوهانو د افغانستان او پاکستان په سرحد کې د دواړو هیوادونو ترمنځ د نښتو په اړه اندیښنه ښودلې ده.

دغو کارپوهانو څرګنده کړې پکارده چې د حالت د کراریدو لپاره اقدام وشي او له دې پرته به د دواړو هیوادونو دغه جنجال پر بین الافغاني خبرو هم منفي اغیز وکړي.

اصلي اړیکې: https://www.pashtovoa.com/a/afghanistan-foreign-ministry-rejected-pakistan-claim-about-afghan-forces-attack-on-pakistani-borders-posts/5533137.html

د اصلي پاڼې خلاصول

د امریکا غږ په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading