بازتاب نیوز

ارګ: مشورتي لویه جرګه به د جمور رییس په وینا سره پیل شي

١٧ زمری ١٣٩٩ د كليد ګروپ

ارګ ته نږدې سرچینې وایي چې مشورتي لویه جرګه به د مصالحې عالي شورا ریس ډاکټر عبدالله عبدالله په مشرۍ او د جمهور رییس محمد اشرف غني په پرانیستونکې وینا سره پیل شي. د سولې مشورتي لویې جرګې د جوړېدو کمېسیون وایي چې د جرګې لپاره له ولایتونو ټول غړي رارسېدلي دي. د دغه کمېسیون رییس معصوم ستانکزي په خبره د جرګې لپاره ۳۲۰۰تنه د هېواد له بېلابېلو ولایتونو څخه راغوښتل شوي دي. د یادونې وړ ده چې افغان حکومت په تېرو ۱۱کلونو کې درې نورې مشورتي لویې جرګې ترسره کړي دي چې دوه‌یې د سولې پروسې اړوند وې.  مشورتي لویه جرګه د افغانستان عنعنوي دود دی او په هېواد کې مهمو او لویو موضوعاتو اړوند د حکومتونو لخوا رابلل کېږي. The post ارګ: مشورتي لویه جرګه به د جمور رییس په وینا سره پیل شي appeared first on pashto.

اصلي اړیکې: https://tkg.af/pashto/2020/08/07/ارګ-مشورتي-لویه-جرګه-به-د-جمور-رییس-په-و/

د اصلي پاڼې خلاصول

د كليد ګروپ په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading