بازتاب نیوز

د پاکستان حکومت تعلیمي ادارو ته د فعالیت اجازه ورکړه

١٧ زمری ١٣٩٩ د كليد ګروپ

پاکستان د کوويډ – ۱۹ ناروغانو شمېر کې تر زیات کموالي وروسته محدودیتونه نرم کړي او د راتلونکې میاشتې میلادي له ۱۵مې نېټې څخه يې د ښوونځیو د پرانېستلو اعلان کړی دی. د دغه هېواد لومړي وزیر عمران خان ولسونو ته د یوې غونډې پر مهال وویل چې له دې وروسته به ګرځندوی سیمې، هوټلونه، او ګڼ نور کاروباري مرکزونه به سر له نن پرانیستي وي او پاتې نور فعالیتونو ته به د اګست میاشتې په لسمه نېټه اجازه ورکړل شي. عمران خان همدارنګه وویل چې  د سیل سیمې د اګست له اتمې او تعليمي ادارې به د سپټمبر په پنځلسمه نېټه پیل شي. پاکستان د کورونا له کبله پر بندیزونو داسې مهال نرمښت راولي چې د روغتیایي چارواکو په خبره هلته اوس د کورونا ناروغي کمه شوې ده. د دوی د معلوماتو له مخې په یاد هېواد کې تراوسه د مثبتو پېښو شمېر تر دوه لکه اتیا زره اوښتی او تر دوه نیم لکه زیات کسان رغېدلي، خو تر شپږ زره کسان له کوويد-۱۹ ناروغۍ مړه شوي هم دي. دا په داسې حال کې ده چې په ټوله نړۍ کې پر دې ناروغۍ د اخته کسانو شمېر تر ۱۸ میلیونه اوښتی او تر نیم میلیون ډېر کسان تر اوسه کورونا ناروغۍ مړه کړي دي. The post د پاکستان حکومت تعلیمي ادارو ته د فعالیت اجازه ورکړه appeared first on pashto.

اصلي اړیکې: https://tkg.af/pashto/2020/08/07/د-پاکستان-حکومت-تعلیمي-ادارو-ته-د-فعالی/

د اصلي پاڼې خلاصول

د كليد ګروپ په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading