بازتاب نیوز

د کورونا ویروس ۷۸ نورې مثبتې پېښې ثبت شوې

١٧ زمری ١٣٩٩ د كليد ګروپ

روغتیا وزارت خبر ورکوي چې په تېرو ۲۴ساعتونو کې د کورونا ویروس ۷۸ نورې مثبتې پېښې ثبت شوې چې په دې سره په ټول هېواد کې پر کویډ ۱۹ ناروغۍ د اخته کسانو شمېر ۳۷ زره او ۱۵ تنو ته ورسېد. دغه وزارت وایي، له دې وبا څخه ۹ تنه مړه شوي او ۶۳ نور بیا ترې روغ شوي چې په دې سره د مړو شمېر ۱۳۰۷ او د رغېدلو کسانو شمېر ۲۵ زره او ۹۰۳ تنو ته ورسېد. روغتیایي چارواکي وایي، کویډ ۱۹ ناروغي لاهم جدي ګواښ ده او هېوادوال باید روغتیایي لارښوونو ته پام وکړي. دا ناروغي د لومړي ځل لپاره په چین کې راښکاره شوه چې تر اوسه یې د نړۍ په ډېر شمېر هېوادونو کې د زرګونه کسانو ژوند اخیستی دی. The post د کورونا ویروس ۷۸ نورې مثبتې پېښې ثبت شوې appeared first on pashto.

اصلي اړیکې: https://tkg.af/pashto/2020/08/07/د-کورونا-ویروس-۷۸-نورې-مثبتې-پېښې-ثبت-شو/

د اصلي پاڼې خلاصول

د كليد ګروپ په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading