بازتاب نیوز

«که پاتې بندیان خوشې شي، په درې ورځو کې بین‌الافغاني مذاکرات پیلېږي»

١٧ زمری ١٣٩٩ سلام وطندار

ولسمشر غني د ۴ سوو طالب بندیانو د برخلیک روښانولو په برخه کې د لویې‌ مشورتي جرګې پرېکړه مهمه بولي.

د ولسمشر په وینا، طالبانو ژمنه کړې، که ۴ سوه بندیان یې خوشې شي، په درېوو ورځو کې به له دولت سره مخامخ خبرې پیلوي، خو که ونه شي، جګړې به نه یوازې دوام ومومي، بلکې لا به یې سخته کړي.

ولسمشر محمداشرف غني د سولې مشورتي لویې‌جرګې ته په وینا کې وویل، د ۴ سوه طالب بندیانو خوشې کول چې اساسي قانون یې د خوشې کولو واک ده ته نه نه دی ورکړی، د لویې مشورتي جرګې غړي به یې په اړه پرېکړه کوي.

ولسمشر د جرګې غړیو ته په خطاب کې وویل چې د یادو بندیانو د برخلیک روښانول اسانه نه دي، خو دا جرګه چې د ټولو افغانانو استازولي کوي، د هغوی برخلیک ټاکي.

هغه د جرګې غړیو ته وویل چې د یوې خورا مهمې پرېکړې په اړه راټول شوي او د جرګې دواړه کاري ورځې د هېواد، خلکو او دولت لپاره ډېرې مهمې دي.

ولسمشر غني زیاته کړه، افغانستان رښتینې سولې او ټیکاو ته اړتیا لري او د سولې په پایله کې به د افغانانو ملي او اسلامي ارزښتونه خوندي وي.

په همدې حال کې د سولې د تېرې لویې مشورتي جرګې رییس عبدالرب رسول سیاف وايي، وینه هر څوک تویولی شي، خو مېړني هغوی دي چې ویې دروي.

نوموړي د جرګې له ګډونوالو وغوښتل چې په پوره دقت سره دولت ته د سولې او ثبات راتلو په برخه کې مهمې او ښې مشورې ورکړي.

د سولې مشورتي لویه ‌جرګه چې دا ځل یې د ملي مصالحې عالي شورا رییس عبدالله عبدالله مشري کوي، د طالبانو د ۴۰۰ بندیانو د برخلیک ټاکلو او د سولې په اړه د مشورې لپاره نن په کابل کې جوړه شوه او سبا به هم دوام وکړي.

په دې جرګه کې د ۳۴ ولایتونو شاوخوا ۳ زره استازي ګډون لري چې ۷۲۰ یې مېرمنې دي.

په ورته وخت کې عبدالله عبدالله وايي، د سولې لویې مشورتي جرګې د غړیو پرېکړې به عملي شي.

د نوموړي په وینا،‌ قومي مشران، سیاستوال، د مدني ټولنې غړي، عالمان، ځوانان، د بشري او ښځو حقونو فعالان او د ولس ګڼ نور استازي په جرګه کې حضور لري او په پای کې به په اجماع سره یوه پرېکړه کوي.

هغه د جرګې د غړیو مشوره حیاتي بولي او وايي، د جرګې عمومي پرېکړه به تلپاتې او باعزته سولې ته د رسېدو په برخه کې یو ښه لارښود وي.

بله‌خوا د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د لویې مشورتي جرګې هرکلی کړی او دا یې په افغانستان کې سولې ته د رسېدو او د جګړې پای ته رسولو لپاره یو تاریخي فرصت بللی دی.

د دغه وزارت په خبرپاڼه کې له ولسمشر محمداشرف غني، د ملي مصالحې شورا له مشر عبدالله عبدالله، نورو سیاستوالو او د جرګې له ګډونوالو غوښتي چې له دغه تاریخي فرصت نه په هېواد کې د جګړې د پای ته رسېدو او سولې ته د لار هوارولو په برخه کې لازمه ګټه واخلي.

وسله‌والو طالبانو بیا د سولې په تړاو د جوړې شوې لویې مشورتي جرګې مخالفت کړی دی.

حکومت په تېرو ۱۱ کلونو کې ۳ لویې مشورتي جرګې جوړې کړي چې دوه هغه یې د سولې اړوند وې.

اصلي اړیکې: https://swn.af/pashto/Article.aspx?a=56432

د اصلي پاڼې خلاصول

سلام وطندار په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading