بازتاب نیوز

په هند کې د ځمکې ښویدو له کبله ۱۵ کسان مړه شوي او له ۵۰ ډېر ورک دي

١٧ زمری ١٣٩٩ آریانا نیوز

د هند سیمه ییزو رسنیو راپور ورکړی، چې ځمکې ښویدنې د هند د چای فارم یو ښارګوټی ویجاړ کړی او لږ تر لږه په کې  ۱۵ کسان مړه شوي او له ۵۰ ډېر ورک دي. دا پېښه د جمعې پر سهار د هندوستان د کیرالا د ایدوکي د راجکاد په اړوند سیمه کې رامنځته شوې. هندوستان تایمز راپور ورکړی، چې شاوخوا ۵۰ نور خلک په تنګو لارو، تیږو او غونډیو کې بند پاتې دي. د راپور له مخې؛ تر دې دمه لږ تر لږه ۱۶ کسان ژغورل شوي او د درملنې لپاره روغتون ته لیږدول  شوي دي. د ایالتي عوایدو وزیر چاندرا سیخاران هندوستان تایمز ته ویلي؛ دا لوی ناورین دی. دا یوه غرنۍ سیمه ده او ښار ته ځینې سړکونه د سختو بارانونو له کبله ویجاړ شوي دي. مونږ له هوایي ځواکه مرسته غوښتې، چې د ټپيانو په راویستلو کې مرسته وکړي؛ خو مونږ ته ویل شوي، چې دا به په ګرمه هوا کې ستونزمنه وي. هغه زیاته کړې، چې د ملي غبرګون ځواک یوه ډله د پیښې ځای ته رسیدلې ده. ځایي خلکو ویلي، په تېرو درې ورځو کې پر سیمه دروند اورښت شوی؛ برښنا او اړیکې پرې شوي او دې کار د ژغورنې کار ځنډولی دی. دوی وايي، چې له دې کبله د پېښې په لومړیو ګړیو کې ډېري ټپیان په غصه کې ول او له همدې کبله یې ونشو کولی، چې له سیمې وتښتي. د سیمې یو ټولنیز کارګر هندوستان تایمز ته ویلي؛ مونږ معلومات لرو، چې لږ تر لږه ۸۴ کسان په اړوند ښارګوټي کې اوسیدل. ډېری یې د تامیل نادو ګاونډ دي. په ښار کې د دوی د اړتیاوو پوره کولو لپاره یو میلمستون هم شته. هغه زیاته کړې، چې کیدی شي د مړو شمېر نور هم لوړ شي. د دې پیښې سیمه له مونار غونډۍ ۲۵ کیلومتره لیرې ده، چې په ۲۰۱۸ کال کې سیلاب ویجاړه کړې وه. د کچې معلومولو ادارې په پېنځه نورو برخو کې هم د ګواښ له رامنځته کیدو خبرداری خپور کړی. ډېري سیندونه د ویجاړیدو له خطر سره مخ دي او د اوبو لګولو ادارې اعلام کړی، چې که وضعیت همداسې بارانې وي؛ نو د ادوکي په ګډون ځینې بندونه به ونړیږي.

اصلي اړیکې: https://ariananews.af/ps/په-هند-کې-د-ځمکې-ښویدو-له-کبله-۱۵-کسان-مړ/

د اصلي پاڼې خلاصول

آریانا نیوز په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading