بازتاب نیوز

مایک پمپیو د افغان سولې په اړه له قریشي سره غږېدلی

١٨ زمری ١٣٩٩ د كليد ګروپ

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د یوې خبر پاڼې په خپرولو سره ویلي، چې مایک پمپیو د افغان سولې په اړه د پاکستان د بهرنیو چارو له وزیر سره خبرې کړې دي. مایک پمپیو پر خپله ټوېټر پاڼله لیکلي چې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي سره یې ټیلفوني خبرې کړې دي چې د یادو خبرو په جریان کې د نورو موضوعاتو ترڅنګ د افغان سولې او په دې برخه کې د ګډې همکارۍ په اړه ورسره غږېدلی. امریکا او پاکستان داسې مهال د افغان سولې په اړه خبرې کوي چې په کابل د بین الافغاني خبرو د پیل لپاره مشورتي لویه جرګه روان ده، که مشورتي لویه جرګه د پاتې څلور سوه طالب بندیانو د خوشي کولو پرېکړه وکړي، نو طالبان به په درې ورځو کې له افغان حکومت سره خپلمنځي خبرې پیل کړي. The post مایک پمپیو د افغان سولې په اړه له قریشي سره غږېدلی appeared first on pashto.

اصلي اړیکې: https://tkg.af/pashto/2020/08/08/مایک-پمپیو-د-افغان-سولې-په-اړه-له-قریشي/

د اصلي پاڼې خلاصول

د كليد ګروپ په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading