بازتاب نیوز

د بندیانو خوشې کولو د بشري حقونو اړخ ته د نړیوالې ټولنې او دولت نه پام د اندېښنې وړ دی

١٨ زمری ١٣٩٩ سلام وطندار

کابل د زمري په اوولسمه، د جمعې په ورځ د څلورمې لویې مشورتي جرګې کوربه و او ټاکل شوې دا جرګه د طالب بندیانو د برخلیک په اړه خپله پرېکړه نن اعلان کړي. ولسمشر محمداشرف غني په خپل اختریز پیغام کې اعلان وکړ چې د پاتې ۴۰۰ طالب بندیانو د خوشې کولو په اړه به لویه مشورتي جرګه راوبلي. ولسمشر تل ټینګار کړی چې د اساسي قانون له مخې د ۴۰۰ طالب بندیانو د خوشې کولو واک نه لري.

د بشري حقونو خپلواک کمېسیون نن سهار په یوه یادښت کې لیکلي چې د جرګې غړي باید په خپلو بحثونو کې د جګړې د قربانیانو حقونه په پام کې ونیسي، هغه مورد چې تر اوسه یې پرې بحث نه دی کړی.

دغه کمېسیون د بندیانو خوشې کولو د بشري حقونو اړخ ته د نړیوالې ټولنې او دولت د نه پام په اړه اندېښنه لري او دا بې‌غوري کولای شي د سولې په پروسه کې د قرباني‌محوره عدالت لپاره د اندېښنې وړ پیغامونه ولري.

د دغه یادښت په یوه برخه کې لیکل شوي چې د بشري حقونو کمېسیون د امریکا او طالبانو تر هوکړه‌لیک او بندیانو د تبادلې له پیل سره سم د مارچ په دویمه او د جولای په اتلسمه په یوه پرانېستي لیک کې ځینې پوښتنې او ملاحظې یادې کړې دي.

د بشري حقونو خپلواک کمېسیون رییسې شهرزاد اکبر د سولې هوکړه‌لیک تر لاسلیک وروسته پوښتنه وکړه چې «هغه طالب بندیان چې ټاکل شوې خوشې شي، دقیقاً یې کوم جرمونه کړي دي؟ ایا د دوی په منځ کې داسې کسان شته چې جنګي جنایتونه یې کړي. اغلې اکبر زیاته کړې وه چې حکومت نه شي کولای جنګي جنایتونه وبښي او هغوی خوشې کړي.»

د بشري حقونو خپلواک کمېسیون د سولې له هوکړې وروسته په یوه لیک کې وویل چې «موږ غواړو پوه شو چې دا پروسه څومره قانوني ده او د قربانیانو غږ په‌کې اورېدل شوی که‌نه!... موږ نه شوو کولای چې عدالت او د قربانیانو غږ هېر کړو.»

دغه کمېسیون زیاته کړې چې انتخاب یوازې د خوشې‌کولو یا نه خوشې کولو نه دی، د سولې په پروسه کې مشروط خوشې کول هم معمول دي. کمېسیون ټینګار کړی چې له قید او شرط پرته خوشې کول د معافیت فرهنګ د پیاوړتیا لامل کېږي او د پروسې پر وړاندې بدې پایلې لري.

د سولې لویه مشورتي جرګه پرون د ملي مصالحې شورا د رییس عبدالله عبدالله په مشري جوړه شوه او ټاکل شوې نن د پاتې ۴۰۰ طالب بندیانو د برخلیک په اړه خپله پرېکړه وکړي.

ټاکل شوې دغه جرګه د نن ورځې تر پایه د هغو طالب بندیانو د خوشې کولو او نه خوشې کولو په اړه خپله پرېکړه اعلان کړي چې جنګي جنایتونه یې کړي دي. په دې جرګه کې د ۳۴ ولایتونو شاوخوا ۳۲۰۰ کسانو چې ۷۰۰ ښځې دي، ګډون کړی دی.

اصلي اړیکې: https://swn.af/pashto/Article.aspx?a=56440

د اصلي پاڼې خلاصول

سلام وطندار په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading