بازتاب نیوز

د جرګې یوه غړي د بلقیس روشن پلویان «مفسد» وبلل

١٨ زمری ١٣٩٩ سلام وطندار

د سولې مشورتي جرګې په دویمه ورځ، په ولسي جرګه کې د فراه د خلکو له استازې بلقیس روشن نه د بښنې غوښتنې موضوع لانجمنه شوه او جرګه یې د څو دقیقو لپاره بې‌نظمه کړه.

بلقیس روشن د جرګې په لومړۍ ورځ د ولسمشر غني د وینا پر مهال وویل: «وحشي طالبانو ته باج ورکول ملي خیانت» دی.

د لویې مشورتي جرګې د یوې کمېټې مشرې اصیلا وردګ د نن ورځې په لومړیو ساعتونو کې د جرګې د یوې بلې غړې له لوري د بلقیس روشن پر وړاندې ناوړه چلن او د هغې وهل وغندل او له نوموړې یې د رسمي بښنې غوښتنه وکړه.

د اصیلا وردګ دغه غوښتنه د جرګې د یوشمېر نارینه غړیو له سخت غبرګون سره مخ شوه. د جرګې یوه غړي دریځ ته ولاړ او ویې ویل چې د بلقیس روشن پلویان مفسد دي.

پرون پر ټولنیزو رسنیو یوه داسې ویډیو خپره شوه چې د جرګې یوې ګډونوالې د ولسي جرګې غړې بلقیس روشن وهي او بیا یې پر ځمکه را پرځوي.

د جرګې مشر عبدالله عبدالله په یوه ټلوېزیوني مرکه کې له بلقیس روشن نه بښنه وغوښته او د جرګې له غړیو یې وغوښتل چې د خپلو همکارانو اعتراض او غوښتنو ته درناوی وکړي.

د افغانستان د رسنیو د ملاتړ ټولنې یا نی هم د ولسي جرګې د یوې غړې د وهلو په غبرګون کې د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره وویل چې د بیان ازادي باید وساتل شي او په ملي غونډو کې تر پښو لاندې نه شي.

نی زیاته کړه چې د اساسي قانون له مخې، د بیان ازادي له برید نه خوندی ده. دغې ادارې له ولسمشره وغوښتل چې دا پېښه په جدي توګه وڅېړي.

اصلي اړیکې: https://swn.af/pashto/Article.aspx?a=56442

د اصلي پاڼې خلاصول

سلام وطندار په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading