بازتاب نیوز

له ځغاستلیکې د وتلې هندي الوتکې د مړو شمېر ۱۸ ته پورته شو

١٨ زمری ١٣٩٩ آریانا نیوز

تېره شپه د هند د سویلي ایالت د کیرالا په کالیکوټ هوایي ډګر کې د ایر اندیا ایکسپریس یوه مسافر وړونکې الوتکه د کښته کیدو پرمهال دوه ټوټې شوې، چې لږ تر لږ په کې ۱۸ کسان مړه شوي دي. په دې پېښه کې ۱۳۲ کسان نور ټپیان دي، چې د ۱۶ روغتیایي حالت یې د اندېښنې وړ دی. رویترز راپور ورکړی؛ دغې ۷۳۷ ډوله بوینګ الوتکې ۱۹۰ هغه کسان کسان له دوبۍ څخه هندوستان ته رالیږدول، چې په نړۍ کې پر کورونا ناروغۍ اخته شوي وه. دغه مسافر وړونکې الوتکه د کښته کیدو پر مهال له ځغاستلیکې وتلې او دوه ټوټې شوې ده. هندي رسنیو راپور ورکړی، چې په پېښه کې پیلوټ او همکار یې هم مړه شوي دي. یوه هندي چارواکي ویلي، چې د الوتکې د کښته کیدو په وخت کې اورښت وریده. د پېښې علت تر دې دمه معلوم شوی ندی؛ خو هندي چارواکو ویلي، چې په دې اړه څېړنې روانې دي.

اصلي اړیکې: https://ariananews.af/ps/له-ځغاستلیکې-د-وتلې-هندي-الوتکې-د-مړو-شم/

د اصلي پاڼې خلاصول

آریانا نیوز په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading