بازتاب نیوز

په خوست ولایت کې موټرسایکل بم چاودنې څلور پولیس ټپیان کړل

١٨ زمری ١٣٩٩ د كليد ګروپ

د خوست د امنیه قومندانۍ مطبوعاتي مسول عادل حیدر کلید ته وویل چې یاده چاودنه هغه مهال رامنځ ته شوه، کله چې پولیس پرګزمه بوخت وو. عادل حیدر وایي په چاودنه کې د خوست امنیه قومندانۍ اړوند د لومړۍ حوزې درې تنه پولیس ټپیان شوي او عامه خلکو ته پکې کوم زیان نه دی اوښتی. پدې ولایت کې د بابري ګل په نوم د یوه خصوصي کلینیک یو تن ډاکټر څمکنیوال کلید ته وویل چې د چاودنې له ځایه دوی ته څلور تنه ټپیان ور وړل شوي دي. د څمکنیوال په خبره چې څلور واړه نظامیان دي، چې روغتیايي وضعیت یې د ډاډ وړ دی. تراوسه ددې پېښې په هکله کومې وسله والې ډلې څه نه دي ویلي. The post په خوست ولایت کې موټرسایکل بم چاودنې څلور پولیس ټپیان کړل appeared first on pashto.

اصلي اړیکې: https://tkg.af/pashto/2020/08/08/په-خوست-ولایت-کې-موټرسایکل-بم-چاودنې-څل/

د اصلي پاڼې خلاصول

د كليد ګروپ په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading