بازتاب نیوز

د افغانستان ښځو د نړۍ د ښځو مشرانو ته سرخلاصی لیک استولی

١٨ زمری ١٣٩٩ آریانا نیوز

د افغانستان د ښځو شبکې د نړۍ د ښځو له مشرانو غوښتي، چې د دوی تر خوا ودریږي او په افغانستان کې د ښځو له حقونو ساتنه وکړي. د افغان ښځو شبکې په یو سر خلاصي لیک کې د نړۍ د ښځو مشرانو ته ویلي، چې: مونږ دا لیک؛ ځکه لیکو، چې اندېښمن یو.  دوی په دې لیک کې دا هم ویلي؛ تر دې دمه دا خبرې ننداریزې وې او هغه چا کړي، چې له ځواک و واکه برخمن شوي او هغه څوک غږیږي، چې هېواد وال یې راته وژلي دي. دې میرمنو څرګنده کړې؛ وېره لري، چې د دوی حقونه او آزادي به له خطر سره مخ شي. لکه څرنګه، چې د خبرو مشري روانه ده؛ نو د ښځو آزادیو او حقونو ته نه درناوی ترې پوره په ډاګه کیږي. په دې لیک کې راغلي: مونږ وېره لرو، چې زمونږ لاسته راوړنې به له خطر سره مخ شي او یوازې به له دې ځواکمنو کسانو سره په لنډمهاله حل لپاره زړې، زیانمنې او له منځه ولاړې شو. مونږ په دې بهیر کې د ښکېلو کسانو د فشارونو په اړه اندېښمنې یو. دې ساده شیانو ته په پاملرنه، چې په ټوله نړۍ کې میرمنې ورته ډېره پاملرنه نکوي؛ مونږ په تېرو ۱۹ کلونو کې پر ډېرو هڅو سربېره یا ترې بې برخې یو او یا مو له لاسه وځي. د عایداتو حق لرل او خپلو کورنیو ته یې چمتو کول دي. هره ورځ کوچني شیان لکه له غچ او وېرې پرته د کور پریښودل، په پارک کې ګرځیدل او په عامه توګه له یو ملګري سره خندا کول؛ مو حق دی. دوی په لیک کې په ډاګه کړي؛ دا بنسټیز اړخونه دي، چې مونږ یې د بیا له لاسه ورکولو په اړه اندېښمنې یو. مونږ نشو کولی هغه څه له لاسه ورکړو، چې مونږ ستاسې په مرسته ترلاسه کړي دي. د ښځو شبکې څرګنده کړې: مونږ پوهیږي، چې په افغانستان کې د میرمنو د برابرۍ او مساواتو د لاسته راوړلو لپاره اوس هم اوږده لار په مخ کې لرو؛ خو مونږ  شاتګ زغملی نشو. مونږ به د خپلو د خپلو ماشومانو له حقونو څخه دفاع  روانه ساتو. د نړۍ په کچه د میرمنو مشرانو ته په دې لیک کې راغلي، چې ښځې د دغو مشرانو ملاتړ ته اړتیا لري. په ځانګړي توګه هغه څوک، چې دریځ یې د افغانستان پر راتلونکې اغېزمن دی. په لیک کې راغلي: مونږ هیله لرو، چې تاسې د افغانستان لپاره د پرېکړو په کولو کې زمونږ د مساواتو او برابر انسان په توګه زمونږ ارادې ته درناوی وکړئ. په لیک کې زیاته شوې: مونږ هیله من یو، چې تاسې به یوه عادلانه، ټولګدونه او تلپاتې سوله وڅرئئ. لکه څرنګه یې، چې مونږ غوښتونکي یو. مونږ په دې هیله یو، چې تاسې به له زمونږ سره د ښځو د حقونو او په افغانستان کې د تلپاتې سولې لپاره ودریږئ. د ښځو شبکې غړیو دا هم ویلي: مونږ باوري یو، چې د میرمنو په توګه تاسې د تلپاتې سولې او د ټولو لپاره د مساوي او برابرو حقونو په اړه زمونږ په غوښتنه کې زموږ سره واوسئ.

اصلي اړیکې: https://ariananews.af/ps/د-افغانستان-ښځو-د-نړۍ-د-ښځو-مشرانو-ته-سر/

د اصلي پاڼې خلاصول

آریانا نیوز په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading