بازتاب نیوز

د سولې مشورتي جرګې غړي د ۴۰۰ طالب بندیانو د خوشې کولو غوښتنه کوي

١٨ زمری ١٣٩٩ آریانا نیوز

د سولې مشورتي لویې جرګې یو شمېر کمیتې د حکومت له بنده د طالب بندیانو مشروطه آزادي غواړي او وایي، چې نړیواله ټولنه باید په ځانګړي توګه د دغو بندیانو د آزادۍ په اړه د خپلمنځي خبرو پیل تضمین کړي او پر اوربند دې هم هوکړه وشي. دغه راز یو شمېر نورې کمیتې د حکومت د مرکچي پلاوي پر جوړښت د بیا کتنې غوښتونکي دي. د سولې مشورتي لویې جرګې دوه یمه ورځ د پنځوس کمیتو د څلور سوه طالب بندیانو د آزادولو په تړاو خپله پرېکړه وکړه؛ خو د هوکړې اکثریت برخه مشروط اعلان شوه. وایي، نړیواله ټولنه په ځانګړې توګه امریکا دې د بندیانو د آزادېدو په بدل کې تضمین ورکړي، چې اوربند ټینګ شي. په ځینو کمیتو کې د طالبانو له آزادولو سره جوخت د اووه سوه حکومتي پوځي بندیانو آزادي هم وغوښتل شوه. د سولې مشورتي لویې جرګې ځینو کمیتو ته د مرکچي پلاوي اوسنی جوړښت د منلو ندی او په دې اړه د بیا کتنې غوښتنه لري. د سولې مشورتي لویې جرګې غړي مني، چې ټولو کمیتو د بندیانو آزادولو لپاره موافقې رایې کارولي؛ خو په مشروط ډول. د سولې مشورتي لویې جرګې ۵۰ ګونو کمیتو وړاندیز وکړ، چې حکومت او د ملي پخلاینې عالي شورا دې د بندیانو په خوشې کولو او د افغانستان د سولې د خبرو اترو په اړه لاندې ټکي په پام کې ونیسي: ۱- د تلپاتې او پتمنې سولې ترلاسه کولو لپاره دواړه خواوې باید نرمی وښیې. ۲- ۴۰۰  طالب بندیان دې خوشې شي، چې د سولې د خبرو د ځنډولو پلمه پاتې نشي. ۳- غیر مشروط اوربند د طالب بندیانو له خوشې کیدو سره رامنځته کیږي او دواړه خواوې باید دې ته ژمن شي. ۴- د سولې خبرې باید ژر تر ژره پیل شي. ۵- د سولې خبرو اترو لپاره ټولګډونه ملي شورا رامنځته کول د دې وړتیا لري، چې د تېرو ۱۹ کلونو له ارزښتونو او لاسته راوړنو څخه ساتنه وکړي. ۶- د افغانانو په مشرۍ د سولې خبرې باید په غوره ډول په افغانستان کې ترسره شي. ۷- هغه هېوادونه، چې د افغانستان په مسله کې ښکېل دي باید د طالبانو ملاتړ ودروي او تاوتریخوالی ډېر نکړي. ۸- طالبان باید نور د داعش تر نامه لاندې ترهګریز بریدونه ترسره نکړي. ۹- بندیان باید په ملي او نړیوال ضمانت خوشې شي، چې د جګړې ډګر ته ستانه نشي. ۱۰- د خبرو اترو له پیل، بریا او په افغانستان کې د تلپاتې سولې رامنځته کیدو څخه د نړیوالې ټولنې تضمین. ۱۱- د هېواد د ملي ځواکونو د بندیانو خوشې کول، چې د ملي روحیې د ضعیفیدو مخه پرې ونیول شي. ۱۲- په پرېکنده توګه د جمهوري نظام او د سولې په خبرو اترو کې د تېرو ۱۹ کلونو د لاسته راوړنو ساتنه. ۱۳- له اساسي قانون او ولسواکۍ څخه دفاع، په خبرو اترو کې په ځانګړي توګه د اساسي قانون دوه یم فصل ته درناوی. ۱۴- په اساسي قانون کې د داخلي مدني آزادیو او حقونو ساتنه، په ځانګړي توګه د ښځو حقونو او آزادیو ساتل. ۱۵- د بیان او مطبوعاتو آزادي خوندي کول. ۱۶- د خبرو په بهیر کې د افغانستان له خلکو سره د سولې خبرو پرمختګ. ۱۷- دولت باید د جګړې د قربانیانو د کورنیو رضایت ترلاسه کړي. ۱۸- د ټولنې ټولې برخې په ځانګړي توګه ښځې او ځوانان باید د سولې په خبرو اترو کې ګډون وکړي. ۱۹- د خبرو اترو پلاوی باید د خبرو اترو لپاره پوره وړتیا ولري. ۲۰- د ملګرو ملتونو، نړۍ او سیمه ییز قدرتونو تر څارنې او تضمین لاندې د سولې تړونونو تر سره کول. د سولې مشورتي لویې جرګې مشر عبدالله عبدالله وایي، د خبرو پیل لپاره هیڅ خنډ نشته او سبا به د بندیانو آزادولو لپاره وروستۍ پرېکړه کیږي. نوموړي زیاته کړې؛ د  جرګې له پای ته رسیدو درې ورځې وروسته د افغانانو خپلمنځي خبرې پیلیږي. طالبانو ته نږدې سرچینو ویلي، د څلور سوه طالب بندیانو له خلاصون وروسته امکان نلري، چې په درې ورځو کې خبرې پیل او د ښکېلو خواوو غوښتنې وروستۍ شي. د ځینو ولایتونو د ولایتي شورا غړي ټینګار کوي، چې د طالبانو د بندیانو له آزادولو وروسته د جګړې د دوام لپاره هیڅ پلمه نه پاتې کیږي او طالبان باید ژر د سولې خبرو ته حاضر شي. د یادونې ده، چې د اشرف غني په واکمني کې دا دوه یمه مشورتي لویه جرګه ده او اوسنۍ جرګه د څلور سوه طالب بندیانو برخلیک ټاکلو په تړاو د خلکو له استازیو نظر اخیستل کیږي. دې جرګې ته د برېکنده ماموریت ځواکونو په همکارۍ کلک امنیت نیول شوی او هر ځای د پولیسو، ملي اردو او امنیتي مامورینو منسوبین او موتر ښکاري، چې امنیت یې ورته خوندي کړی دی.

اصلي اړیکې: https://ariananews.af/ps/د-سولې-مشورتي-جرګې-غړي-د-۴۰۰-طالب-بندیان/

د اصلي پاڼې خلاصول

آریانا نیوز په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading