بازتاب نیوز

د بلجیم بایسکل ځغلوونکی ووت فان آیر د میلان سانرمو سیالیو ګټونکی شو

١٨ زمری ١٣٩٩ آریانا نیوز

بلژیکي بایسکل ځغلوونکي ووت فان آیر د ایټالیا د میلان سانرمو بایسکل ځغلونې په سیالۍ کې پر فرانسوي بایسکل ځغلوونکي جولیان ال فیلیپ بریالی شو. آیر د شنبې پر ورځ له ۳۰۵ کیلومتره خغلونې وروسته د دغو سیالیو مانومینت نومې یادګاري جایزه تر لاسه کړه. د جامبو ویسما ځغلوونکی، چې تېره شنبه د کلاسک سترید بینچ ګټونکی او ​​یوازنی ځغلوونکی دی؛ د پوګیو د غرونو په لمنو کې له خپل سیال ال فیلیپ مخکې شو. آسترالیایي مایکل میتیوس هم په دې سیالۍ کې درېیم ځای خپل کړ. ټاکل شوې وه، چې دغه سیالۍ د مارچ په نیمایي کې تر سره شوې وای؛ خو د کووید – ۱۹ وبا له کبله وځنډول شوې.

اصلي اړیکې: https://ariananews.af/ps/د-بلجیم-بایسکل-ځغلوونکی-ووت-فان-آیر-د-می/

د اصلي پاڼې خلاصول

آریانا نیوز په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading