بازتاب نیوز

د سولې مشورتي لویې جرګې عمومي روحیه، د سولې له پروسې څخه ملاتړ کونکې ده

١٩ زمری ١٣٩٩ د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز

 

کابل، افغانستان: د سولې د مشورتي لویې جرګې او د مصالحې د عالي شورا رییس، ډاکټر عبدالله عبدالله د جرګې د پنځوسو کمېټو له راپور ورکولو څخه خوښیي وښوده او ویې ویل: د سولې مشورتي لویې جرګې ټول غړي د خبرو اترو د پیلېدو ملاتړي دي.
د سولې مشورتي لویې جرګې رییس، چې د یادې جرګې په دوهمه ورځ یې له غرمې وروسته په یوه خبري کنفرانس کې ګډون کړی وو، وویل: د سولې مشورتي لویې جرګې عمومي روحیه، د سولې له پروسې څخه ملاتړ کونکې ده، خو په دې اړه وروستۍ پرېکړې به، د پنځوسو کمېټو د رییسانو په حضور کې د یادو کمېټو د راپورونو تر توحید، د پرېکړه لیک تر ترتیب، علني جلسه کې د پرېکړه لیک تر وړاندې کولو او سبا ته په عمومي جلسه کې د هغې تر تایید وروسته، اعلان شي.
د سولې مشورتي لویې جرګې رییس زیاته کړه: د دغې جرګې په عمومي جلسه کې د پنځوسو کمېټو راپورونه، چې تېره ورځ له غرمې وروسته پیل شوي وو؛ نن تر غرمې پورې بشپړ شول او تمه ده چې تر دي وروسته به د پنځوسو کمېټو رییسان د کمېټو د نظرونو جمع بندۍ په موخه، د لویې جرګې د جوړېدو کمېسیون او د جرګې له رییسه پلاوي سره ناسته وکړي، چې د مشورتي لویې جرګې پرېکړه لیک ترتیب شي او سبا ته په اختتامیه ناسته کې د جرګې غړو او د افغانستان خلکو ته اعلان شي.
د سولي مشورتي لویې جرګې رییس، دې ته په ټینګار سره چې د سولې مشورتي جرګې د کمېټو په دننه کې بحثونه په ښه فضا کې تر سره شوي، زیاته کړه: د کمېټو راپورونو د دې څرګندویي کوله چې د جرګې ټول غړي د خبرو اترو د پیلېدو ملاتړي دي او د خنډونو لرې کولو او خبرو اترو د پیل لپاره یې خپل نظرونه هم درلودل.
د سولي مشورتي لویې جرګې رییس، دې ته په ا شارې سره چې د بین الافغاني مذاکراتو د پیل لپاره خنډ موجود وو او شته، چې هغه د طالبانو له لېست سره سم، د دغې ډلې د پاتې ۴۰۰ بندیانو د خلاصون مسله وه، زیاته کړه: په همدې دلیل د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رییس، پرېکړه وکړه چې مشورتي جرګه جوړه شي او په دې مهمه او خطیره مسله کې د افغانستان د خلکو نظرونه هم واخیستل شي. 
د سولي مشورتي لویې جرګې د رییس په خبره، د سولې مشورتي جرګې د پرېکړه لیک په تعقیب، که د مذاکراتو د پیلېدو لپاره خنډونه لرې شي، بین الافغاني مذاکرات پیلېږي او د جرګې د پرېکړه لیک پایلې به له مرکچي پلاوي سره مرسته وکړي، چې په پراخه کچه د افغانستان د خلکو نظرونه له ځان سره ولري.
###

اصلي اړیکې: http://www.gmic.gov.af/pashto/press-releases2/3258-2020-08-09-05-15-01

د اصلي پاڼې خلاصول

د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading