بازتاب نیوز

امریکا به په افغانستان کې د سرتېرو شمېر له ۵۰۰۰ هم راټیټ کړي

١٩ زمری ١٣٩٩ آریانا نیوز

د امریکا دفاع وزارت ویلي، چې د روان کال د نوامبر تر پایه به په افغانستان کې د خپلو سرتېرو شمېر له ۵۰۰۰ هم راټیټ کړي. د امریکا دفاع وزیر مارک ایسپر فاکس نیوز ته په خبرو کې ویلي: مونږ به د نوامبر تر پایه د خپلو سرتېرو شمېر له ۵۰۰۰ هم لږ کړو. ایسپر ویلي، چې پنټاګون باید کانګرس ته په دې اړه بشپړ معلومات ورکړي او امریکا باید ډاډه ورکړي، چې د افغانستان له خاورې به د هیڅ ترهګرې ډلې لخوا هم تر ګواښ لاندې نه راځي. تېره اوونۍ د امریکا ولسمشر دونالد ترمپ څرګنده کړې وه، چې هغه به د نومبر په ۳ د ولسمشریزو ټاکنو په بهیر کې د خپلو عسکرو شمېر د ۴۰۰۰ او ۵۰۰۰  تر منځ کسانو ته ورسوي. په تېرو شپږ میاشتو کې امریکا د خپلو عسکرو شمېر له ۱۴۰۰۰ څخه ۸۰۰۰ ته راټیټ کړی او له پېنځه اډو وتلي دي. د سرتېرو د شمېر راټیټیدل د طالبانو او امریکایانو تر منځ د دوحې د هوکړې له مخې تر سره شوي دي. دا په داسې حال کې ده، چې امریکايي چارواکو ویلي؛ له افغانستان څخه د امریکایی ځواکونو د وتلو دوه یم پړاو له حالاتو سره تړاو لري.

اصلي اړیکې: https://ariananews.af/ps/امریکا-به-په-افغانستان-کې-د-سرتېرو-شمېر/

د اصلي پاڼې خلاصول

آریانا نیوز په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading