بازتاب نیوز

په غزني کې موتر بم برید ۲۳ کسانو ته مرګ و ژوبله اړولې

١٩ زمری ١٣٩٩ آریانا نیوز

کورنیو چارو وزارت د یکشنبې پر ورځ ومنله، چې په غزني ولایت کې د عامه محافظت قطعې مخې ته د موټر بم په چاودنه کې ۳ پولیس او د عامه محافظت قطعې ۴ سرتېري وژل شوي او ۱۶ نور ټپیان دي. سیمه ییزو چارواکو څرګنده کړې، چې تېره شپه ماښام شاوخوا ۷:۴۵ د غزنی ښار د کوتل روضه په اړوند سیمه کې رامنځته شوه. د والي ویاند وحیدالله جمعه زاده زیاته ګړې، چې له چاودنې وروسته برید کوونکيو هڅه وکړه، چې اړوند قطعې ته وردننه شي؛ خو د امنیتي ځواکونو له ټینګار سره مخ او شاتګ ته اړ شول. هغه وایي، چې د چاودنې موخه د عامه محافظت قطعه وه. د غزنې ملکي روغتون ویلي، چې تر دې دمه د پېښې ۷ مړي او ۱۴ ټپیان روغتون ته رالیدول شوي دی. ویل کیږي، چې برید کوونکیو په دې چاودنه کې هاموی موتر کارولی؛ خو هیچا تر دې دمه د پېښې مسوولیت ندی منلی.

اصلي اړیکې: https://ariananews.af/ps/په-غزني-کې-موتر-بم-برید-۲۳-کسانو-ته-مرګ-و/

د اصلي پاڼې خلاصول

آریانا نیوز په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading