بازتاب نیوز

د افغانستان کرکت بورد مني، چې له زمبابوی سره لوبه شونې نده

١٩ زمری ١٣٩٩ آریانا نیوز

د افغانستان کرکت بورد د زمبابوی لخوا د تي ۲۰ سیالیو د لغو کولولو په اړه ویلي، چې د دغه هېواد پرېکړې ته درناوی لري. ټاکل شوې وه، چې دا سیالي په روانه میاشت کې د دغه هېواد په کوربتوب تر سره شي؛ خو د کرونا ویروس د خوریدو او پر کرونا د اخته کسانو په شمېر کې د ډېروالي له کبله د زمبابوی حکومت اړ شو، چې دا سیالۍ لغو اعلام کړي. د افغانستان کرکت بورد د شنبې پر شپه په داګه کړه: د افغانستان کرکت بورد پوهیږي، چې د دې سیالۍ ترسره کول امکان نلري؛ ځکه، چې کووید -۱۹ ناروغي اوس هم د ټولو روغتیایي خوندیتوب او امنیت ته  یولوی ګواښ دی. د دغه بنست د څرګندونو له مخې؛ د افغانستان کرکت بورد تل د کووید -۱۹ ناروغۍ په اړه د روغتیا او خوندیتوب لارښوونې او سپارښتنې پلې کوي. د دغې ناروغۍ خوریدنې د ۲۰۲۰ زېږدیز کال ټولې کرکت سیالۍ اغېز منې کړې. له همدې کبله د افغانستان کرکت بورد پدې برخه کې د زمبابوې پرېکړې ته درناوی کوي او وایي، چې له شرایطو سره سمه او عادلانه پرېکړه ده. د هېواد کرکت بورد زیاته کړې: د افغانستان کرکت بورد او زیمبابوی کرکت یو له بل سره غوره اړیکې لري او په راتلونکي کې د دواړو هېوادونو د لوبیدو غږ به یوځل بیا واوریدل شي؛ ځکه، چې د کرونا له ګواښ سره پوره مبارزه روانه ساتل شوې ده. زیمبابوې د شنبې پر ورځ په T20 کې له افغانستان سره سیالۍ؛ ځکه لغو کړې، چې دې هېواد د افغانستان کرکت لوبډلې ته د سفر اجازه نه ورکوله. د زمبابوې کرکت فدراسیون مشر توینګوا موکوهلینا ویلي، چې د افغانستان – زمبابوی د لوبو لغوه کول د دې هېواد کرکت لوبډلې ته لوی زیان دی. هغه زیاته کړې، چې دغه هېواد اوس هیله لري، چې په سوپر لیګ کې د لوبو لپاره په اکتوبر کې پاکستان ته سفر وکړي. په داسې لوبو کې به برخه واخلي، چې د نړیوال کرکت فدراسیون د ۲۰۲۳ نړیوال جام ته ځانګړې کړي دي.    

اصلي اړیکې: https://ariananews.af/ps/د-افغانستان-کرکت-بورد-مني،-چې-له-زمبابو/

د اصلي پاڼې خلاصول

آریانا نیوز په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading