بازتاب نیوز

د سولې مشورتي لویه جرګه، په سوله ییزه فضا کې تر سره شوه

٢٠ زمری ١٣٩٩ د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز

کابل، افغانستان: د افغانستان د وسله‌وال پوځ لوی درستیز، ستر جنرال محمد یاسین ضیا، په سوله ییزه فضا کې د سولې مشورتي لویې جرګې د تر سره کېدو په اړه خوښي وښوده او ویې ویل: د هېواد زړورو امنیتي ځواکونو د جرګې امنیت د ټینګښت لپاره، شپه او ورځ هڅې کولې.
ښاغلي ضیا زیاته کړه، چې دښمن د سولې مشورتي لویې جرګې د ترسره کېدو په ورځو کې ارام نه وو او د جرګې بهیر د ګډوډولو هڅه یې کوله، خو د دښمن ټول پلانونه د امنیتي بنسټونو لخوا پر وخت کشف او شنډ شول.
هغه له امنیتي ځواکونو سره د کابل ښار د اوسېدونکو له همکارۍ او د هغو ستونزو پر وړاندې د هغوی له حوصلې څخه مننه وکړه، چې په احتمالي توګه د جرګې د ترسره کېدو ورځو کې ورسره مخ شوي وو.
دغه راز د هېواد د وسله‌وال پوځ لوی درستیز، د سولې مشورتي لویې جرګې د پرانیستونکي پروګرام، د کمېټو کاري بهیر او اختتامیه پروګرام ته د خبري پوښښ ورکولو له امله، له کورنیو او بهرنیو رسنیو څخه هم مننه وکړه.

اصلي اړیکې: http://www.gmic.gov.af/pashto/press-releases2/3259-2020-08-10-04-53-06

د اصلي پاڼې خلاصول

د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading