بازتاب نیوز

په امریکا کې د کویډ ۱۹ د قربانیانو شمېر تر یو لک او ۶۲ زره واوښت

٢٠ زمری ١٣٩٩ د كليد ګروپ

دا په داسې حال کې ده چې په ټوله نړۍ کې پر دې ناروغۍ د اخته کسانو شمېر تر ۲۰ میلیونه ته نېږدې شوی او تر نیم میلیون ډېر کسان تر اوسه کورونا ناروغۍ مړه کړي دي. په ایټالیا کې د دغه ویروس له کبله د مړو شمېر ۳۵ زره او ۲۰۵ تنو ته رسېدلی دی. د دې تر څنګ په برازیل کې ۱۰۱ زره او ۴۹، په مکسیکو کې ۵۲ زره او ۲۹۸، په بریټانیا کې ۴۶ زره ۶۵۹، په هند کې ۴۴ زره او ۳۸۶، په ایران کې ۱۸ زره او ۴۲۷ او په پاکستان کې ۶۰۹۷ تنه تر دې دمه کورونا ویروس وژلي دي. دا ناروغي د لومړي ځل لپاره په چین کې راڅرګنده شوه، چې تر اوسه یې د نړۍ په ګڼو هېوادونو کې د زرګونه کسانو ژوند اخیستی دی. The post په امریکا کې د کویډ ۱۹ د قربانیانو شمېر تر یو لک او ۶۲ زره واوښت appeared first on pashto.

اصلي اړیکې: https://tkg.af/pashto/2020/08/10/په-امریکا-کې-د-کویډ-۱۹-د-قربانیانو-شمېر-8/

د اصلي پاڼې خلاصول

د كليد ګروپ په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading