بازتاب نیوز

له ازبکستان څخه ۱۰۰۰ مېګاواټه برېښنا هېواد ته راواردېږي

٢٠ زمری ١٣٩٩ د كليد ګروپ

د برېښنا شرکت وياند وحيدالله توحيدي وايي، په دې پروژې باندې ۱۲۰ ميليون امريکايي ډالر لګښت راځي چې د اسيا پراختيايي بانک له‌خوا تمويلېږي. دی زياتوي، د برېښنا له امله رامنځ ته شوې ستونزه تر ډېره حل شوې او اوس‌مهال له ازبکستان څخه ۲۹۰ مېګاواټه برېښنا کابل ته نښلول شوې ده. د توحيدي په خبره، د هوا په ګرمېدو سره د برېښنا لګښت هم زياتېږي او همدا یې لامل دی چې کله نا کله برېښنا پرې کېږي. نوموړي کليد ته وويل: «کومه ستونزه چې موده مخکې د تاجکستان هېواد برېښنا له کمېدو وروسته راپيدا شوې وه، هغه اوس حل شوې ځکه موږ اوس‌مهال له ازبکستان څخه ۲۹۰ مېګاواټه برېښنا کابل لپاره راوارد کړې او وصل شوې ده، له همدغه هېواد سره د برېښنا لېږد لس کلن تړون چې ټاکل شوې د همدې روانې اسد مياشتې په ۳۰مه نېټه لاسليک شي، له مخې یې ۱۰۰۰ مېګاواټه برېښنا له دغه هېواد څخه راوردېږي چې په دې پروژې باندي شاوخوا ۱۲۰ ميليون امريکايي ډالر لګښت راځي او دا لګښت د اسيا پراختايي بانک له لوري تمويلېږي.» بل لور ته د بهرنيو چارو وزارت وياند ګران هېواد بيا وايي، د ياد وزارت سرپرست محمد حنیف اتمر د ازبکستان د لومړي وزیر له مرستيال عمر زاکوف سردار اکتومویچ سره د ټرانسپورټ، سوداګرۍ، ټرانزیټ او انرژۍ پر انتقال سربېره له دغه هېواد څخه د برېښنا لېږد پر لس کلن تړون هم خبرې کړې دي. دی زياتوي، ټاکل شوې ياد تړون به د روانې زمري يا اسد مياشتې پر ۳۰مه لاسليک شي. هېواد کليد ته په راستول شوي ويډيويي پيغام کې وويل: «پرون مازديګر د هېواد د بهرنيو چارو وزارت سرپرست محمد حنیف اتمر د ازبکستان صدر اعظم له مرستيال عمر زاکوف سردار اکتومویچ سره د ټرانسپورټ، سوداګرۍ، ټرانزیټ او انرژۍ د انتقال په اړه د ويډيويي کنفرانس له له لارې خبرې کړې دي او دغه‌راز په دې خبرو کې له ياد هېواد څخه د برېښنا لس کلن تړون په اړه چې ټاکل شوې د اګېسټ مياشتې په ۲۰مه لاسليک شي، هم خبرې وشوې.» په ورته وخت کې د اقتصادي چارو کارپوهان بيا وارداتي برېښنا ګټوره نه‌بولي او زياتوي، حکومت په کور دننه د برېښنا توليد لپاره اساسي کارونه نه‌دي کړي. د اقتصادي چارو کارپوه عبدالقادر جېلاني وايي، افغانستان په پرېمانه کچه اوبه او سيندونه لري، که پانګونه پرې وشي، نو ۲۳زره مېګاوټه برېښنا د توليد ظرفيت لري. دی ټينګار کوي، وارداتي برېښنا خپلې ستونزې لري او د سياسي مناسباتو په خرابېدو سره د برېښنا د پرې کېدو امکان هم شته دی. جيلاني کليد ته وويل: «په افغانستان کې د برېښنا توليد لپاره اساسي کارونه نه‌دي شوي، که چېرته د وارداتي برېښنا پروژو پرځای د هېواد پر بندونو او سربندونو پانګونه شوې وی، نو افغانستان به له دې ستونزې خلاص شوی وی، موږ ډېرې طبيعي منابع لکه اوبه، د سکرو ډبرې، لمر، باد او داسې نورې سرچينې لرو چې برېشنا توليد کړي، که يوازې په اوبه هم پانګونه وشي، نو دا اوبه د ۲۳زره مېګاواټه برېښنا د توليد ظرفيت لري.» که څه هم برېښنا شرکت خبر ورکوي چې د برېښنا نشت له امله رامنځ ته شوې ستونزه یې حل کړې، خو هېوادوال بيا نيوکه کوي چې د برېښنا نشت له ګڼو ستونزو سره مخ کړې دي. دوی زياتوي، د ۲۴ ساعتونو پرمهال یوازې د څو محدودو ساعتونو لپاره له برېښنا برخمن دي. احمد شاه عاکف کليد ته وويل: «هوا د ګرمېدو په حال کې ده او په پلازمينه کابل کې موږ برېښنا نه‌لرو، د برېښنا نشت او کمښت له ډېرو سختو ستونزو سره مخ کړې يوو، حکومت بايد زموږ ستونزې په پام کې ونیسي او دې ستونزې ته دې رسيدګي وکړي.» حاجي ابراهيم کليد ته وويل: «د برېښنا نشت له ډېرو ستونزو سره مخ کړي يوو، ټوله ورځ برېښنا نه‌وي او د ۲۴ ساعتونو پرمهال يوازې د ۳ يا ۴ ساعته له برېښنا برخمن يوو، برېښنا شرکت څخه غوښتنه کوو چې دا مشکل بايد ژر تر ژره حل کړي.» که څه هم په افغانستان کې د برېښنا کمښت او نشت نوې ستونزه نه‌ده، خو دا ستونزه هغه مهال د اندېښنې وړ شوه چې تاجکستان خپله برېښنا پر افغانستان راکمه کړه، حکومت تل د هېواد پر سيندونو او اوبو د پانګه اچونې ژمنې کړي، خو تر اوسه اساسي کار چې د برېښنا ستونزه په ټولییز ډول حل کړي، نه‌دی شوی. The post له ازبکستان څخه ۱۰۰۰ مېګاواټه برېښنا هېواد ته راواردېږي appeared first on pashto.

اصلي اړیکې: https://tkg.af/pashto/2020/08/10/له-ازبکستان-څخه-۱۰۰۰-مېګاواټه-برېښنا-ه/

د اصلي پاڼې خلاصول

د كليد ګروپ په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading