بازتاب نیوز

هلمند کې د افغان پوځ د موټرو په کاروان ځانمرگی برید ۱۳ کسانو وژلی دی

٦ وږی ١٣٩٦ رصد خبری آژانس

رصد خبری آژانس: د د هلمند ولایت په ناوه ولسوالۍ کې د دوشنبې په شپه ناوخته د افغان امنیتی ځواکونو پر کاروان ځانمرګی بریدی شوی دی چې ۱۳ تنو وژل شوی دی. د هلمند د والی ویاند عمر ځواک بی بی سی ته ویلی دی چې په دغه برید کې ۱۳ پوځیان او ولسی وګړی وژل شوی او ۱۹ ولسی وګړی او پوځیان ټپی شوی دی. د بی بی د معلوماتو له مخی، “موټر بم شوی، له بازار سره نږدې یې د امنیتی ځواکونو له ټانک سره یې جنګولی ولسی وګړی هم هلته وو، کله چې موټر بم کېږی ۱۹ ملکی او نظامی کسان ټپاین او ۱۳ ملکی او نظامی کسان شهیدان کېږی”. د بی بی سی راپور په اساس، ټپیان شوی کسان د هلمند مرکز لښکرګا ښا رته د درملنې لپاره لېږدول شوی دی. ځو ورځې مخکې هم د هلمند مرکز لښکرګا کې د امنیتی ځواکونو پر کاروان برید شوی و. دا برید په داسې مهال دی چې افغان ځواکونو څو ورځې وړاندې وویل ناوه یې بشپړه له وسلوالو نیولې ده او اوس په دغه سیمه کې چاڼیز عملیات روان وی. د وسلوالو طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په خپله ټوېټر پاڼه کې لیکلی، دا برید دوی کړی، چې “پکې ۱۹ افغان کمانډو” سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. The post هلمند کې د افغان پوځ د موټرو په کاروان ځانمرگی برید ۱۳ کسانو وژلی دی appeared first on رصد خبری آژانس.

اصلي اړیکې: http://www.rasad.af/pa/1396/06/06/2017suicide-bomber-killing-13-person-in-hilmand-province/

د اصلي پاڼې خلاصول

رصد خبری آژانس په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading