بازتاب نیوز

د کابل ښار په اوه ناحیو کې د پتی پیدا کولو کار بشپړ شو

٦ وږی ١٣٩٦ رصد خبری آژانس

رصد خبری آژانس: د کابل ښاروالۍ اعلام کړی چې د کابل ښار په اوه ناحیو کې د پتی پیدا کولو کار بشپړ او پاتی نورو ناحیو کې دوام لری. د کابل ښاروالۍ رسنیو دفتر د معلوماتو له مخی، د کابل ښاروالۍ او ملګرو ملتونو هبیتات دفتر د هوکړه لیک په اساس چې څه موده وړاندې تر سره شو، کابل ښاریانو ته د لا آسانتیاو برابرولو په خاطر کابل ښار کې په دوه پړاونو کې، په ځانګړی کړنلارو سره چې د پلی کیدو په حال کې دی. د کابل ښاروالی په یو خبرپاڼه چې نڼ دوشنبی ورځ خپاره شوی دی، راغلی چې د کابل ښار د پتی پیداکولو کار په لومړی پړاو کې به د کورونو او کوڅو سروی د ناحیو موقعیت په نظر کې نیولو سره ترسره کیږی،چې تر دی دمه په اوه ناحیو کې دا پروسه ترسره شوی او په دویم پړاو کې د لا ډیرو آسانتیاو برابرولو په خاطر درنو ښاریانو ته په انلاینه توګه د پتی پیدا کولو په سیستم کار روان ده. خبرپاڼه زیاتوی چې په لومړی پړاو کې پته پیدا کول د کورونو او کوڅو د شمیرو ایښودلو په اساس ترسره کیږی،چې د ۱ شمیری څخه تر ۱۲۵۰شمیری پوری په هره سیمه کې په کورونو شمیری لیکل شوی دی،چې د کوڅی یو خوا کې طاق شمیری او بلخوا جفت شمیری دی. د کابل ښاروالی د معلوماتو له مخی، د کورونو په قطار کې چې کومې تشې نمری درې بسوی مساحت ولری،ځانګړی ریزرفې شمیره ورته په پام کې نیول شوی دی، هغه کوڅی چې مخکې پرې نومونه ایښودل شوی په خپل حالت پاتی کیږی، او د هرې ناحیې په سطحه د کوڅی نوم یوځل لیکل کیږی، چې د ځانګړو لوحو په ایښودلو سره به د کور شمیره په دروازه، د کوڅی او ناحیې نمبر په څلور لارو کې ایښودل کیږی. د کابل ښاروالی چارواکو وایی چې د د کابل ښار د پتی پیداکول کار د بشپړیدو وروسته، کابل ښاریان کولای شی چې د ګوګل نقشه، ځیرک مبایلونه او یا جی پی اس په وسیله کې د کور شمیره، د کوڅی شمیره یا نوم یا د ناحیې شمیری نه په ګټی اخیستنې سره په ډیرې آسانی خپله پته پیدا کړی. چارواکو زیات کړی، هغه ښاریان چې انټرنټ ته لاس رسی نلری کولای شی د نقشی له لارې د کور شمیره د کوڅی نوم او یا هم د ناحیې شمیری له لاری خپله پته تر لاسه کړی، همدارنګ هغه څوک چې د نقشی څخه د ګټی اخیستنی په اړه معلومات ونلری کولای شی د سیمې له خلکو مرسته وغواړی. The post د کابل ښار په اوه ناحیو کې د پتی پیدا کولو کار بشپړ شو appeared first on رصد خبری آژانس.

اصلي اړیکې: http://www.rasad.af/pa/1396/06/06/kabul-address-map-completed-in-7-pd/

د اصلي پاڼې خلاصول

رصد خبری آژانس په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading