بازتاب نیوز

په ګردېز کې د توبرکلوز د څلورویشت بستریز روغتون د بنسټ ډبره کېښودل شوه

٦ وږی ١٣٩٦ رصد خبری آژانس

رصد خبری آژانس: د پکتیا ولایت سیمه ییز حکوم اعلام کړی چې په ګردېز ښار کې د توبرکلوز د څلورویشت بستریز روغتون د بنسټ ډبره کېښودل شوی دی. عبدالله حسرت د پکتیا ولایت والی ویاد وایی چې د یکشنبې په ورځ (وږی پینځمه) د پکتیا ولایت مرستیال والی عبدالولی سهی، چې د ولایتی شورا رییس ډاکټر الله میر بهرامزوی، د امنیه قو ماندانۍ مرستیال حاجی محمد څرګند، د ولایت د سکتوری چارو، عامې روغتیا، او ټرانسپورټ رییسانو، د عامې روغتیا وزارت او یو، این، ډی، پی استازو یې ملتیا کوله، په مرکز ګردېز کې د توبرکلوز د یوه ۲۴ بستریز روغتون د بنسټ ډبره کېښوده. ښاغلی حسرت زیات کړی چې دغه روغتون په یوه پوړ کې، چې اته ویشت خونې به ولری، د څلورو میاشتو په اوږدو کې د څه دپاسه یو لک امریکایی ډالرو په لګښت جوړیږی، چې په جوړېدو سره به یې په پکتیا کې د توبرکلوز د ناروغانو له یوه ځانګړی ادرس څخه په منظمه توګه درملنه کیږی. The post په ګردېز کې د توبرکلوز د څلورویشت بستریز روغتون د بنسټ ډبره کېښودل شوه appeared first on رصد خبری آژانس.

اصلي اړیکې: http://www.rasad.af/pa/1396/06/06/tubercles-hospital-in-gardiz-city/

د اصلي پاڼې خلاصول

رصد خبری آژانس په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading