بازتاب نیوز

ننګرهار کې د یوی میرمن په ګډون ۱۶ طالب او داعش جنګیالان ووژل شول

٧ وږی ١٣٩٦ رصد خبری آژانس

رصد خبری آژانس: د ننګرهار والی رسنیو دفتر اعلام کړی چې د دی ولایت د افغان او بهرنۍ ځواکونو د عملیاتو په ترڅ کې د یوې میرمنې په ګډون ۱۶ طالب او داعش جنګیالان وژل شوی دی. د ننګرهار والی رسنیو دفتر په یو خبرپاڼه چې نڼ سی شنبی ورځ د اوږی ۷، خپاره شوی دی راغلی چې په بهسودو او اچین ولسوالیو کې د بېلابېلو پېښو په ترڅ کې دوه وسله وال طالبان او د یوې میرمنې په ګډون ۱۴ داعش وسله وال وژل شوی دی. خبرپاڼه زیاتوی چې د بهسودو ولسوالۍ د ګردی کڅ په سیمه کې د ګډو کورنیو ځواکونو او وسله والو طالبانو ترمنځ نښته شوې،چې په ترڅ کې ګڼ شمیر وسله والو مخالفینو ته مرګ ژوبله اوښتې،چې د دوو تنو جسدونه یې هم په سیمه کې پاتی دی . د ننګرهار رسنیو دفتر د معلوماتو له مخی، د اچین ولسوالۍ د مامند مرغی او سات خان په سیمو ې د بهرنیو ځواکونو د بې پیلوټه الوتکې په هوایی برید کې د یوې میرمنې په ګډون ۱۴ داعش وسله وال وژل شوی، چې اکثریت یې بهرنیان دی. د ننګرهار سیمه ییزو چارواکو په وینا، دافغان امنیتی ځواکونو عملیات په ترڅ چې د بهسود ولسوالۍ ترسره شوی دی، د وسله والو طالبانو څخه یو میل کلاشینکوف، یو عراده سراچه ډوله موټر، شاژرونه، لاسی بم او چاودیدونکې توکې هم د امنیتی منسوبینو لاسته ورغلی دی. د ننګرهار والی رسینو دفتر معلومات راکړی چې په یادو دواړو پېښو کې ملکی وګړو ته کوم زیان ندی اوښتی. The post ننګرهار کې د یوی میرمن په ګډون ۱۶ طالب او داعش جنګیالان ووژل شول appeared first on رصد خبری آژانس.

اصلي اړیکې: http://www.rasad.af/pa/1396/06/07/16-insurgents-killed-in-nangarhar-province/

د اصلي پاڼې خلاصول

رصد خبری آژانس په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading