بازتاب نیوز

د افغانستان ملی امنیت مشر هره ورځ له طالبانو سره پټی خبری کوی

٨ وږی ١٣٩٦ رصد خبری آژانس

رصد خبری اژانس: د یوه تازه راپور په اساس، د افغانستان ملی امنیت مشر معصوم ستانکزی، تقریبا هره ورځ له طالبانو سره پټی خبری کوی. د اسوشیټیډ پرس راپور په اساس، معصوم ستانکزی د ملی امنیت مشر تقریبا هره ورځ او حنیف اتمر د ملی امنیت شورا سلاکار هره دوه میاشت یو وار له طالبانو سره خبرې کوی. اسوشیتید پرس د افغان چارواکو او طالبانو له اړیکو اسنادونه لاس ته راوړی دی چې د دی په اساس طالبان ډلی چمتو ده چې د افغانستان اساسی قانون ومنی د اسوشیتید پرس د معلوماتو له مخی، طالبان د هلکانو او نجونو دواړو لپاره تعلیم غواړی خو یو ځای دې زده کړې نکوی. د طالبانو په واکمنۍ کې نجونې تعلیم ته او میرمنې په حکومتی ادارو کې کار کولو ته نه پریښودل کیدې. راپور زیات کړی چې طالبان اوس وایی چې میرمنې د دفاع، قضایه قوې په ګډون په ټولو ادارو کې کار کولی شی، خو د سترې محکمې مشرانې نشی ټاکل کیدی او په اساسی قانون کې دې ضمانت ورکړل شی چې ښځه به د افغانستان جمهور رئیسه نه ټاکل کیږی. همدا راز د طالبانو بله غوښتنه دا ده چې د هغو په زرګونه قضیو د څیړلو لپاره دې ځانګړې محکمه جوړه شی چې د طالبانو د حکومت نه وروسته زورواکانو او مالدارو خلکو په غیرې قانونی توګه ځمکه غصب کړیده. د دی راپور په اساس، د طالبان ډلی بله غوښتنه دا ده چې موقتی حکومت دې جوړ شی او بیا دې انتخابات وشی. په موقتی ادارې کې دې د پخوانیو حکومتونو پورې اړوند کسانو ته اجازه نه ورکول کیږی. راپور زیات کړی چې طالبان وایی، حکومت او طالبان دې د انتخاباتو تر وخته د خپل واک لاندې سیمې پخپل کنترول کې ولری. The post د افغانستان ملی امنیت مشر هره ورځ له طالبانو سره پټی خبری کوی appeared first on رصد خبری آژانس.

اصلي اړیکې: http://www.rasad.af/pa/1396/06/08/afghanistan-taliban-nds-chef/

د اصلي پاڼې خلاصول

رصد خبری آژانس په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading