بازتاب نیوز

ننګرهار کی د کرکټ ملی لوبډلې پخوانی کپتان د ۱۳ بې وزله کونډو ته د استوګنې کور جوړ کړ

١٣ وږی ١٣٩٦ رصد خبری آژانس

رصد خبری اژانس: د کرکټ ملی لوبډلې پخوانی کپتان کریم خان صادق د یوې کورنۍ ۱۳ بې وزله کونډو ته د استوګنې کور جوړ کړ. د ننګرهار والی رسنیو دفتر، په یو خبرپاڼه کې نڼ دوشنبی ورځ د اوږی ۱۳ اُمه اعلام کړی، د کرکټ ملی لوبډلې پخوانی کپتان کریم خان صادق د کریم صادق بنسټ له لورې د یو میلیون او شپږ سوه زره افغانیو په مالی لګښت د یوې کورنۍ ۱۳ بې وزله کونډو ته سر پناه په موخه په ۶ بسوې ځمکه کې معیاری کور جوړ او یادې کورنۍ ته یې وسپاره. خبرپاڼه زیات کړی، یوه کورنۍ چې دیارلس بې وزله کونډې او یو ماشوم یې درلوده، د بې وزلې له امله یې تر شنه اسمان لاندې ژوند کاوه، چې د نوموړی د خیریه بنسټ له لورې ورته لومړی ځمکه واخیستل شوه او وروسته ورته په کې د استوګنې په موخه کور جوړ کړای شو. د ننګرهار والی رسنیو دفتر د معلوماتو له مخی، یادې کورنۍ ته یې د دې ولایت په کوز کونړ ولسوالۍ کې ۶ بسوې ځمکه واخیسته او وروسته یې د وتلو ستورو، سوداګرو او نورو په همکارۍ یادې کورنۍ ته د یو کال په موده کې په پاخه او اساسی ډول کور جوړ او تېره ورځ یې یادې بې وزله کورنۍ ته د استوګنې په موخه کیلی وسپارله. یاد کور درې لانټری خونې، برنډه، درې تشنابونه، اشپزخانه او نور ضروری محلقات لری. The post ننګرهار کی د کرکټ ملی لوبډلې پخوانی کپتان د ۱۳ بې وزله کونډو ته د استوګنې کور جوړ کړ appeared first on رصد خبری آژانس.

اصلي اړیکې: http://www.rasad.af/pa/1396/06/13/cricket-captain-make-house-for-13-widow/

د اصلي پاڼې خلاصول

رصد خبری آژانس په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading