بازتاب نیوز

تخار کې د ماین چاودنې له امله ۱۲ تنو ته مرګ ژوبله اووښتې

٢٦ وږی ١٣٩٩ نن ټکی اسیا

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۲۶ وږي، ۱۳۹۹): سیمه ییز چارواکي وايي، د تخار ولایت په کلفګان ولسوالۍ کې د موټر سایکل بم چاودنې له امله ۱۲ تنو ته مرګ ژوبله اووښتې او ۲۰ دوکانونه هم سوځېدلي دي.د تخار د امنیه قومندانۍ ویاند خلیل اسیر وايي، دا چاودنه پرون د سه شنبې په ورځ(۲۵ وږي) مازدیګر د کلفګان ولسوالۍ بازار کې د ولسوالۍ جامع جومات مدرسې ته مخامخ په یوه موټرسیکل کې د ځای پرځای شوو بمي توکو له امله هغه مهال رامنځ ته شوې، کله چې پخوانی جهادي قومندان خیرمحمد تیمور له سیمې څخه د تیرېدو په حال کې ؤ.نوموړي زیاتوي، په دغه چاودنه کې لږ تر لږه ۲ تنه وژل شوي او ۱۰ تنه نور ټپيان دي.د اسیر په خبره د چاودنې ځای ته څېرمه د ګازو پلونځي کې اورلګېدنه هم رامنځ ته شوې، چې په ترڅ کې یې له ۲۰ زیات دوکانونه سوځېدلي او خلکو ته مالي زیانونه هم اووښتي دي.تراوسه ددې چاودنې مسئولیت چا په غاړه نه دی اخیستی؛ خو په هېواد کې د سولې پروسې له نسبتا چټکتیا سره د هېواد پلازمینه کابل په ګډون یو شمېر ولایاتو کې مرموزې چاودنې او هدفي وژنې زور اخلي، چې د شنونکو په باور دا کارونه په حکومت کې دننه د سولې ضد کړیو لخوا د سولې پروژې د سبوتاژ په هدف ترسره کیږي.

اصلي اړیکې: https://www.nunn.asia/172932/تخار-کې-د-ماین-چاودنې-له-امله-۱۲-تنو-ته-م/

د اصلي پاڼې خلاصول

نن ټکی اسیا په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading