بازتاب نیوز

ضیاء مسعود: رهبران دې د امریکایي عسکرو له وتلو وروسته پېښېدونکې جګړې ته چمتووالی ونیسي/ویډیو

٢٦ وږی ١٣٩٩ نن ټکی اسیا

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۲۶ وږي، ۱۳۹۹ل): د کورنیو جګړو د قوماندان «احمد شاه مسعود» ورور «احمد ضیاء مسعود» وایي، د امریکايي عسکرو له وتلو وروسته په افغانستان کې خونړۍ جګړه پیلېدونکې ده چې د طالبانو مخالف مشران باید ان له اوسه تیاری ورته ونیسي.ضیاء مسعود دغه څرګندونې په فرانسه کې هغو مراسمو ته کړې، چې د احمد شاه مسعود د تلین په مناسبت رابلل شوي وو.نوموړي د امریکا د بهرنیو چارو وزیر هغو څرګندونو ته په اشارې چې د افغانستان سرنوشت یې له دې وروسته د افغانانو مسئولیت بللی وو؛ ویلي، امریکایي عسکرد روسانو په څېر له افغانستانه په «غیرمسئولانه» ډول وزي، چې په تعقیب به یې خونړۍ جګړه پيلېږي؛ نو ځکه رهبرانو او مشرانو ته ښایي چې ان له اوسه تیاری ورته ونیسي « د افغانستان له رهبرانو زما غوښتنه داده، چې ان له اوسه باید تیاری ونیسي، کله چې امریکایي عسکر له افغانستانه وزي، جګړه پیلېږي، دغه اوس چې په کورونو کې راحت ژوند لري، موټر لري باید متوجه شي، چې یوه ورځ به یې طالبان د دروازې شاته درېږي او که یې وس ورسېد ټول رهبران به اعدام کړي.»نوموړي وړاندې زیاته کړې، چې له « تروریستي ډلو» سره د «اغېزناکې» مقابلې په موخه باید سیاسي ګوندونه او رهبران سره یو شي، خلګ منسجم کړي او ځوانان راپورته کړي «په اروپا کې شته افغان ځوانان هم باید متوجه وي، چې د امریکا له وتلو وروسته جګړه پیلېږي او موږ باید له ځانه دفاع وکړو.»د ضیاء مسعود له لوري پورته څرګندونې داسې مهال دي، چې په دوحه کې د بین الافغاني مذاکراتو پروسه رسما پیل شوې او تېره ورځ د طالبانو او افغان جهتونو مذاکراتي ټيمونو لومړنۍ مخامخ ناسته ترسره کړې.په یاده ناسته کې د مذاکراتي ټیمونو مشرانو خپلې ویناوې اورلې او د زغم، تحمل او صبر سپارښتنه يې کړې.د طالبانو د مذاکراتي ټیم مشر «شیخ عبدالحکیم» یادې ناستې ته د وینا په مهال ویلي، چې د واک انحصار نه غواړي؛ بلکې د یوه سوچه اسلامي نظام لپاره مبارزه کوي.د نوموړي په خبره، د سولې له شته فرصت باید ښه ګټه واخیستل شي او د بهرنیانو له فشار پرته باید ستونزو ته حل لاره وموندل شي.ورته مهال د کابل حکومت د مشر لومړي مرستیال «امرالله صالح» هم ادعاء کړې، چې له طالبانو سره د نظام په ډول، نوم او محتوی باندې خبره کېدلای نشي.د شنونکو په باور، د جګړې د پای ته رسولو په موخه د پيل شوو مذاکراتو په جریان کې سوله ضد څرګندونې د ثبات لپاره کېدونکې هڅې پيکه کوي  او د دواړو لورو تر منځ شته واټن نور هم زیاتولای شي.

اصلي اړیکې: https://www.nunn.asia/172938/ضیاء-مسعود-رهبران-دې-د-امریکایي-عسکرو-ل/

د اصلي پاڼې خلاصول

نن ټکی اسیا په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading