بازتاب نیوز

په تخار کې د ماین چاودنې او اورلګېدنې په پایله دوه تنه وژل شوي

٢٦ وږی ١٣٩٩ د كليد ګروپ

د دغه ولایت د والي ویاند جواد هجري کلید ته وویل، پرون مازدیګر پنځه بجې او ۱۵ دقیقې د دغه ولایت په کلفګان ولسوالۍ کې لومړی په یو موټر سایکل کې ځای پر ځای شوی ماین چاودنه کوي، وروسته اورلګېدنه رامنځته کېږي او د ګازو پلورلو تر هټۍ پورې سېږي. د هجري په خبره، د اورلګېدنې او ګازو بالونونو د چاودنې په پایله کې دوو تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی او ۲۰ تنه نور ټپیان شوي دي. دی زیاتوي چې په ټپیانو کې د پنځو تنو روغتیایي حالت د اندېښنې وړ ښودل شوی دی. د تخار د والي ویاند همدارنګه وایي، د چاودنې هدف د کلفګان ولسوالۍ د امنیه قومندان خیرمحمد تېمور و، خو هغه ته په پېښه کې زیان نه دی اوښتی. تر اوسه د چاودنې مسولیت هم کومې ډلې نه دی منلی. The post په تخار کې د ماین چاودنې او اورلګېدنې په پایله دوه تنه وژل شوي appeared first on pashto.

اصلي اړیکې: https://tkg.af/pashto/2020/09/16/په-تخار-کې-د-ماین-چاودنې-او-اورلګېدنې-په/

د اصلي پاڼې خلاصول

د كليد ګروپ په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading