بازتاب نیوز

کندهار کې د یوې ښځې جسد چې د سر او مخ پوستکی یې اوښتی، موندل شوی

٢٦ وږی ١٣٩٩ سلام وطندار

د کندهار امنیه قومانداني په دغه ولایت کې د یوې داسې وژل شوې ښځې د جسد موندلو خبر ورکوي چې د سر او مخ پوستکی یې اړول شوی دی.

دغه جسد د کندهار په تر ټولو عصري ښارګوټي (عینو مېنه) کې موندل شوی دی.

یاد جسد چې د سر او مخ پوستکی یې اړول شوی، په یوه عربي حجاب کې پټه ده.

د کندهار د امنیې قومانداني ویاند جمال‌ناصر بارکزي نن سلام‌وطندار ته ویلي چې سیمې ته يې د څېړنې ډله لېږلې ده.

د ده په خبره، تر څېړنو وروسته به روښانه شي چې دا کار څنګه، ولې او د چا له لوري شوی دی.

کندهاريان د ښځو پر وړاندې تاوتریخوالی، په تېره دغسې وحشت غندي او له دولته غواړي چې مخه يې ونیسي.

دا په داسې حال کې ده چې د ښځو چارو وزارت مسوولانو شاوخوا دوه میاشتې وړاندې ویلي و چې د روان لمریز کال په لومړنیو څلورو میاشتو کې چې خلک کورنټین وو او د کورونا له کبله بیړنی حالت اعلان شوی و، د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي ۲۵۸۲ پېښې ثبت شوې دي.

د هغوی په وینا، که څه هم دا شمېرې په تاوتریخوالي کې کموالی ښيي، خو په حقیقت کې جدي او سختې پېښې ډېرې شوې دي. په دې موده کې د سخت تاوتریخوالي یوازې ۳۴ پېښې چې ۱۸ یې د وژنې، ۷ یې د ځان وژلو، ۸ د سختو ټپونو او یوه هم د صحرايي محاکمې پېښې دي، له دغه وزارت سره ثبت شوې دي.

اصلي اړیکې: https://swn.af/pashto/Article.aspx?a=57390

د اصلي پاڼې خلاصول

سلام وطندار په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading