بازتاب نیوز

کندوز کې طالبانو ۸ امنیتي ځواکونه وژلي

٢٦ وږی ١٣٩٩ سلام وطندار

کندوز کې یوه امنیتي سرچینه چې نه غواړي نوم یې خپور شي وايي، طالبانو تېره شپه د دښت‌ارچي ولسوالۍ «بندرخواجه‌غار» سیمه کې د محلي پولیسو پر پوستې برید کړی چې د یوه قومندان په ګډون یې ۸ سرتېري وژلي.

سرچینې وویل، وسله‌والو طالبانو یو محلي پولیس ځان سره ژوندی هم بیولی دی.

خو د کندوز د والي ویاند عصمت‌الله مرادي وايي، د طالبانو دغه برید کې ۶ ملي او محلي پولیس وژل شوي او نښتو کې طالبانو ته هم مرګ‌ژوبله اوښتې چې شمېر یې نه دی معلوم.

د افغان دولت او طالبانو ترمنځ د خپلمنځي خبرو تر پیلېدو وروسته، ټولو ولایتونو په ځانګړې توګه کندوز کې د طالبانو بریدونه تر پخوا ډېر زیات شوي دي.

اصلي اړیکې: https://swn.af/pashto/Article.aspx?a=57388

د اصلي پاڼې خلاصول

سلام وطندار په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading