بازتاب نیوز

طالبانو د بلخ په چهارکنت ولسوالۍ کې پر دوو کلیو برید کړی

٢٦ وږی ١٣٩٩ د كليد ګروپ

د یاد ولایت د ولایتي شورا مرستیال سید عبدالله مسرور کلید ته وویل، تېره شپه وسله والو طالبانو له دوو خواوو په چهارکنت ولسوالۍ کې د ملکي وګړو او پاڅون کوونکو پر کورونو برید وکړ. دی زیاتوي، په دې پېښه کې د ښځو او ماشومانو په ګډون نهه تنه وژل شوي او درې نور ټپیان شوي دي. دا په وروستۍ اونۍ کې دویم ځل دی چې طالبان په دې ولسوالۍ کې پر ملکي وګړو او پاڅونوالو برید کوي او د امنیتي سرتیرو تر څنګ ملکي وګړو ته هم پکې مرګ ژوبله اړوي. تر اوسه طالبانو په دې اړه غبرګون نه دی ښودلی. The post طالبانو د بلخ په چهارکنت ولسوالۍ کې پر دوو کلیو برید کړی appeared first on pashto.

اصلي اړیکې: https://tkg.af/pashto/2020/09/16/طالبانو-د-بلخ-په-چهارکنت-ولسوالۍ-کې-پر-د/

د اصلي پاڼې خلاصول

د كليد ګروپ په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading