بازتاب نیوز

له ماسک څخه ګټه اخیستنه به؛ د کرونا ویروس د مثبتو پېښو شمېر په بې سارې کچه راټیټ کړي

٢٦ وږی ١٣٩٩ د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز

 

کابل، افغانستان: د کرونا ویروس د ۱۶۱ شکمنو سمپلونو له جملې څخه چې د تېرو ۲۴ ساعتونو په ترڅ کې د عامې روغتیا وزارت په لابراتوارونو کې تر ازموینې لاندې نیول شوي، ۴۰ یې مثبت پېژندل شوي دي.
د عامې روغتیا وزارت ویاند، ډاکټر اکمل سمسور، چې د جمهوري ریاست د عامه او ستراتېژیکو اړیکو ادارې- د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې یې د کرونا ویروس په تړاو د یاد وزارت په یوه خبري کنفرانس کې خبرې کولې، زیاته کړه: د کرونا ویروس د ۴۰ تازه پېښو په ثبتېدو سره، تر دې مهاله، د یاد ویروس د مثبتو پېښو ټولیز شمېر، ۳۸۸۵۵ ته رسېدلی دی.
د سمسور په خبره، د تېرو ۲۴ ساعتونو په ترڅ کې ۴۰۵ تنه له کرونا څخه بېرته روغ شوي، چې د دې شمېر په ثبتېدو سره، له یادې ناروغۍ څخه د روغو شویو کسانو شمېر ۳۲۵۰۳ تنو ته رسېدلی دی.
همداراز د تېرو ۲۴ ساعتونو پر مهال، ۱۰ تنه د کرونا ناروغۍ له امله مړه شوي هم دي، چې د دغه شمېر په ثبتېدو سره له یادې ناروغۍ څخه د مړو شویو کسانو ټولیز شمېر، ۱۴۳۶ تنو ته لوړ شوی دی.
د عامې روغتیا وزارت ویاند یو ځل بیا ټینګار وکړ، چې له ماسک څخه ګټه اخیستنه کولای شي، د کرونا ویروس د مثبتو پېښو شمېر صفر ته نېږدې کړي او حتی د ژمي موسم کې د یاد ویروس د دوهمې څپې خپرېدو له احتمال څخه هم مخنیوی وکړي.
دغه راز سمسور په کندز ولایت کې د کرونا ویروس شکمنو سمپلونو د تشخیص لابراتوار فعالېدو په اړه خبر ور کړ، زیاته یې کړه: له دې وروسته له بدخشان، تخار، کندز او بغلان ولایتونو څخه د کرونا ویروس شکمن ټېسټونه؛ بلخ ولایت ته د لېږلو پر ځای، په کندز ولایت کې تر ازموینې لاندې نیول کېږي.
هغه دې ته په ټینګار سره چې د عامې روغتیا وزارت راتلونکي ژمي کې د کرونا ویروس د دوهمې احمتالي څپې د کنټرولو لپاره، د چمتوالي په هڅه کې دی، زیاته کړه: په دې برخه کې هر اړخیز پلان جوړ شوی او د لومړیو پړاوونو پلی کېدل یې پیل شوي دي. د دغه پلان پر بنسټ، د عامې روغتیا وزارت او تطبیق کوونکو موسسو لخوا د اړتیاوو پوره کولو لپاره، په ۳۴ ولایتونو کې د کووېډ۱۹ روغتونونو وضعیت، تشخیصیه لابراتوارونه او د ناروغانو بسترونه تر څېړنې لاندې نیول کېږي.
د عامې روغتیا وزارت ویاند دې ته په اشارې سره، چې اوسمهال د هېواد په ۲۰ ولایتونو کې کور په کور د پولیو واکسین د تطبیق کمپاین روان دی، له هېوادوالو څخه وغوښتل، چې په افغانستان کې د پولیو محوه کېدو لپاره، تر پنځه کلونو کم عمره ماشومان واکسین کړي.
###

اصلي اړیکې: http://www.gmic.gov.af/pashto/press-releases2/3280-2020-09-16-09-28-18

د اصلي پاڼې خلاصول

د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading