بازتاب نیوز

یوه مور چې نه غواړي نور زامن یې په جګړه کې ووژل شي

٢٦ وږی ١٣٩٩ د كليد ګروپ

دې مېرمنې تر اوږدې تمې وروسته د سترګو لیدلې یوه پېښه داسې وویله: «له کوره راووتلم، یو سړي بل تن په غېږ کې نیولی و، ما ورته وویل چې دا ولې، هغه راغبرګه کړه، دا سړی پېښې نه لري، پېښې یې په جګړه کې له لاسه ورکړې او اوس بې پښو په موټر کې وي. زما زړه دومره خپه شو چې سترګې مې له اوښکو ډکې شوې.» د دې زړې بوډۍ داستان له همدغه ځایه پیلېږي. نوموړې د پولیسو په لیکو کې خپل دوه زامن له لاسه ورکړي او وایي، هره ورځ د خپلو مړو شوو زامنو جسدونه په خوب کې ویني. دا مېرمن اوس هم سولې ته هیله منده ده او له ښکېلو لورو غواړي چې نور له جګړې لاس په سر شي او سوله وکړي. هغه وایي، نه غواړي چې نور زامن یې په نښتو کې ووژل. خو د زرګرې زوی، چې د پولیسو په لیکو کې دی، د ځینو حسایتونو له کبله له نوم اخیستلو ډډه کوي او هغه کلید ته وویل چې په معاش یې کور نه شي چلولی. زرګره ددریو زامنو او پنځو لوڼو مور ده چې څو کاله وړاندي یې خاوند او لېور دواړه د پولیسو په لیکو کې د دندو پر مهال ژوند له لاسه ورکړ. زرګره پر داسې مهال یادې څرګندونې کوي چې ټاکل شوې ډېر ژر د افغان حکومت او طالبانو تر منځ د مخامخ خبرو په پایله کې پر یو نظام هوکړه وشي او روانه جګړه پایته ورسوي. The post یوه مور چې نه غواړي نور زامن یې په جګړه کې ووژل شي appeared first on pashto.

اصلي اړیکې: https://tkg.af/pashto/2020/09/16/یوه-مور-چې-نه-غواړي-نور-زامن-یې-په-جګړه-ک/

د اصلي پاڼې خلاصول

د كليد ګروپ په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading