بازتاب نیوز

یوناما افغانستان کې خپل ماموریت تمدید کړ

٢٦ وږی ١٣٩٩ د خامه پرس خبری آژانس

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو استازولۍ یوناما د دغه هیواد لپاره خپل ماموریت د یوه بل کال لپاره تمدید کړ.

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان دایمي استازولۍ په یوه خبرپاڼه کې ویلي، د ملګرو ملتونو د رایو په اکثریت په افغانستان کې د یوناما فعالیتونه یو کال نورهم تمدید کړل.

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان دایمي استازې عادله راز وایي، د سولې په دې حساس پړاو کې چې بین الافغاني مذاکرات هم پیل شوي دي په افغانستان د یوناما د کارونو دوام په دې هیواد کې د ملګرو ملتونو د بشپړ ملاتړ ښکارندویي کوي.

عادله راز هیله ښودلې چې په دوحه کې د افغان سولې په تړاو روانې خبرې مثبته پایله ورکړي ترڅو افغانستان د نړیوالو هیوادونو له همکاریو برخمن شي.

اصلي اړیکې: https://www.khaama.com/pashto/archives/30315

د اصلي پاڼې خلاصول

د خامه پرس خبری آژانس په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading