بازتاب نیوز

په خوست کې زده کوونکو ته د عملي تجربو وسایل ورکړل شول

٢٦ وږی ١٣٩٩ د كليد ګروپ

د افغان ستور پوهنې ټولنې مشر فهیم سپین غر وايي، که یو څوک وغواړي ټولنې ته خدمات ترسره کړي؛ نو په ساینس او دې ته اړونده نورو برخو کې دې له زده کوونکو سره د عملي تجربو وسایلو مرسته وکړي. د هغه په خبره، په دغه ولایت کې یې د ۳۰ لیسو زده کوونکو لپاره تلسکوپونه او د هغوی اړوند کتابونه ویشي: «موږ په یاو لیسو کې ۳۰ کلبونه د ستورپوهنې او پیژندنه جوړکړل او هغوی ته مو اړوند وسایل هم وسپارل، څو زده کوونکي پدې برخه کې عملي تجربې وکړي او مهارتونه ترلاسه کړي.» په ورته مهال د خوست د پوهنې رییس نصیراحمد روښان وويل، خوست ولایت په دې وروستیو کې د هغو ولایتونو په قطارکې دی چې د پوهنې بهیر پکې ښه روان دی او په وینا یې پخوا به ۲۸ فیصده زده کوونکي کانکور ته بریالي کېدل خو له تیرې څه مودې راهیسې دا فیصدي ۳۲ ته پورته شوې ده. د روښان په خبره هڅه کوي چې د زده کوونکو پټ استعدادونه راڅرګند او ددې ډول وسایلو په تیارېدو سره دهغوی مهارتونه لوړ کړي: «موږ هڅه کوو چې له دې لارې زموږ زده کوونکي د فزیک او نورو علومو په برخه کې خپلو مهارتونه ته پراختیا ورکړي او له خپلو استعدادونو څخه کار واخلي.» په ورته مهال د خوست مرکز اړوند د غرغښت لیسې یو تن زده کوونکی احسان سعادت د فزیکي تجربو اړوندو وسایلو په ورکړې خوښي څرګندوي خو په ورته وخت کې غواړي چې پدې برخه کې تجربه او مهارت لرونکي استادان هم ورته استخدام شي: «زموږ لپاره دې لومړۍ د ساینس په برخه کې په کار پوه استادان استخدام شي او ترڅنګ دې سیمینارونه او ورکشاپونه هم دایر شي څو پدې برخه کې موږ ښې زده کړې وکړای شي.» د هېواد په ډيری سیمو کې اوس هم ښوونځي د ساینس او دې ته ورته نورو برخو کې د لابراتوارونو او اړونده وسایلو له نشتون سره مخ شوي چې زده کوونکي د عملي کار برخې یوازې په تیورې ډول وایي. ددې برخې د ماهرینو په خبره که چیرې په دولتي ښوونځيو کې منظم او په وسایلو سمبال لابراتوارونه شتون ولري، ښايي زده کوونکي خپل استعدادونه لوړ او په دولتي پوهنیز بهیر کې د پام وړ بدلون راشي. The post په خوست کې زده کوونکو ته د عملي تجربو وسایل ورکړل شول appeared first on pashto.

اصلي اړیکې: https://tkg.af/pashto/2020/09/16/په-خوست-کې-زده-کوونکو-ته-د-عملي-تجربو-وس/

د اصلي پاڼې خلاصول

د كليد ګروپ په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading